کاپیسا: طالبانو د عملیاتي قوې ۱۹عسکر وژلي

عزم(سه شنبه،۱۲کب ۱۳۹۹): راپورونه وایي چې د کاپیسا ولایت د نجراب ولسوالۍ د افغانیه درې سیمه کې لا هم د طالبانو پر ضد ددولتي ځواکونو پراخ ځمکني او هوایي عملیات جریان لري او دواړو لوریو یو اوبل ته ددرنې مرګ ژوبلې د اوښتو ادعاوې کړې دي.
د ملي دفاع وزارت ویلي، د ګډو عملیاتو پر مهال یې، د بهرنیانو په ګډون شاوخوا ۱۶تنو وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې.
خو طالبان دا ادعا نه تائیدوي او زیاتوي چې تیره ورځ ورځ یې یوځل بیا د عملیاتي قوې بریدونو ته سخت غبرګون ښوودلی او ګڼو بریدګرو عسکرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد خبر ورکړی دی چې، په نښتو کې یې دکمانډویانو په ګډون ۱۹ تنه عسکر وژلي او ۷ تنه نور یې ژوبل کړي دي.

نوموړی زیاتوي، دغه راز یې تیره شپه هم د عملیاتي عسکرو یو ټانګ ویجاړ او ګڼو عسکر ته یې مرګ ژوبله اړولې
د یادې ولسوالۍ اړوند د افغانیه په نامه درې د نیولو لپاره سلګونو دولتي ځواکونه له تیرو دوو اونیو راپه دې خوا هڅې پیل کړې، خو له بیسارو تلفاتو ګاللو سره سره، لا تر دې مهاله یې په نیولو نه دي بریالي شوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button