نثر: لیکوال

هغه د نصیحتونو او ادابو ښودلو ډیر ستر او مشهور کتاب یې ولیکه؛ خو خپله یې په عملي کولو کې پاتې راغی؛ ما د کتاب لیکوونکی و نه باله.
ده هم یو کتاب ولیکه او په هر ځای کې یې د نوم خپرولو له پاره مفت وویشه؛ خو خلکو ترې کومه ګټه وا نه خیسته؛ ما لیکوال نه دی بللی.
فلک خان هم تمامه ورځ او شپه د کتابونو په لیکلو تیروي؛ خو کتاب یې داسې وي، چې د کلیوالو خلکو خبرې پرې ډيرې وزن دارې وي؛ نو ځکه ما لیکوال نه دی بللی.
نوموړی لیکوال بلل کیږي او ځان یو ډیر ستر ادیب، لیکوال، شاعر او تجزیه نګار بولي او هر کله امید لري، چې د ده په هرې خبرې به خلک چکچکې وهي؛ خو حریص کله لیکوال کېدلی شي.
زه یو بل هم هر وخت وینم، چې سل کتابونه یې لیکلي؛ خو هر وخت درواغ وايي؛ نو ځکه یې په کتابونو څوک باور نشي کولی.
شپږم ښاغلی هم داسې دی، چې لسګونه رسالې او کتابونه یې په تورو کرښو رنګین کړل؛ خو کله چې ماخوستن شي په خپلو کتابونو خوب کوي؛ نو بې ادبه دی او لیکوال ور ته نه وایم.
میراث خان مې وپېژنده، چې د میراثو په برخه کې یې د سمندور هومره کتاب ولیکه؛ خو کله چې غلطیانې پکې پیدا شوې؛ نو له کتاب لیکلو یې انکار وکړ، دی غل ګڼم؛ لیکوالي د ده د وس خبره نه ده.
هو خو زه بیا داسې کسان هم پېژنم، چې خلک ورته په لیکوالي او کتاب لیکوونکي قایل دي:
زه یو پېژنم چې کتابونه ــ دریابونه لیکي، د کتاب ساتنه کوي، په مینه یې پیل او په مینه یې پای ته ورسوي، هغه د خپلې غلطي بښنه غواړي، کتاب چې ولیکي، لومړی یې خپله په عملي کولو لاس پورې کړي، د نوم نه ښودلو له پاره له ستاینغونډو پټیږي او په کتابونو سملاست ورته شرک ښکاري.
هوکې! دی لیکوال او کتاب شناس دی، چې کتاب لیکل یې په صحي معناوو کې پېژندلي دي.
………………………
یادونه: پورتنۍ کرښې د لیکوال د ورځې (مارچ ۳ مې) په مناسبت کښل شوې دي
لیکنه: سمسور

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button