د مینې پیغمبر ﷺ

رسول الله ﷺ سره مې ولیدل، زه جُنُب وم، ورسره روان وم، هغه زما لاس په لاس کې نیولی و، لاس مې ورو ورنه خلاص کړ او ورنه ولاړم، غسل مې وکړ، بېرته ورته راغلم، ورسره کېنستلم، راته کړه یې: ابو هر (ابو هریرة) چرته وې؟

مال یا رسول الله! ستا سره چې مخامخ شوم هغه مهال زه جنب وم، نو ستا سره کینستل مې ښه ونه ګڼل، رسول الله ﷺ راته وفرمایل: مومن نه پلیتیږي. (إنَّ المؤمنَ لا ينجَسُ). صحيح ابن حبان. 1259.

د الله جل جلاله ستر پیغمبر محمد رسول الله ﷺ څومره مینه ناک او خوږ دی! خپل ملګری او شاګرد یې (ابو هریرة) له لاسه نیولی او د ناز خطاب ورته کوي! (یا أبا هِر) وروسته د هغه د اندېښنې په اړه ورته فرمایي: مومن نه پلیتیږي!(إنَّ المؤمنَ لا ينجَسُ).
حامد افغان

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: