د خلیلزاد تر تګ وروسته د سیاسیونو دریځونه؛ محقق وایي طالبانو راته درې غوراوي وړاندې کړي

عزم(پنجشنبه،۱۴کب ۱۳۹۹): وروسته تر هغه چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي کابل کې له بیلابیلو سیاسي مشرانو او دولتي چارواکو لیده کاته وکړل او په تعقیب یې نن د نورو هیوادونو په سفر ولاړ؛ تازه د خلیلزاد د وړاندې شویو وړاندیزونو په هکله د حزب اسلامی مشر ګلبدین حکمتیار، محقق، سرور دانش او یونس قانوني خپل دریځونه وړاندې کړي دي.
د اشرف غني سلاکار محمد محقق د هزارګانو د فقید مشر “عبدالعلي مزاري” په یاد لمانځه کې وویل، طالبانو له موږ او سیاسي مشرانو غوښتي، چې یا راسره بیعت وکړئ، یا مو ملتیا وکړئ و یاهم خپله بې طرفي وساتئ.
نوموړي وویل چې طالبان په دې ډول څرګندونو د سولې لار بندوي او په کار ده چې د مؤقت حکومت پرځای د اوسني نظام ننګه وشي.
د جمعیت اسلامي یونس قانوني بیا وویل چې کابل ته د بهرني پلاوي راتلو سره د سولې بهیر جدي شوی دی او ښایې دا بهیر بدل شي او د مذاکراتو لړۍ هم متفاوته شي. «ښایې د افغانستان سولې لپاره ملي، سیمه‌ییزه او نړیواله اجماع رامنځته شي. »
قانوني زیاته کړه، که سوله تعریف شوې نه وي، نو موږ به تیارو ته نسکور شو چې ترې به وتل ګران وي. موږ هېواد کې تعریف شوې او عادلانه سوله غواړو.
په دغه ناسته کې د اشرف غني دوهم مرستیال، سرور دانش بیا وویل چې له ټاکنو پرته بله هره طرحه هیواد د کړکېچ پر لور بیايي او په خبره یې چې مؤقته اداره حل لار نه ده.

نوموړي هم وویل چې طالبان د سیاسي بیعت اخیستو هڅه کې دي.
بل لور ته ګلبدین حکمتیار د پراخو لاریونونو د خبر ورکولو ترڅنګ د یوې مؤقتې ادارې رامنځته کیدل یواځنۍ حل لاره وبلله او زیاته یې کړه چې باید د ټولو په خوښه دا ډول یوترکیب رامخته شي.

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: