د ګوګل ځيرک موبایل څنګه د یو تن ژوند وژغوره؟

عزم (جمعه، ۱۵ کب، ۱۳۹۹): ښايي ډیر کله مو اوریدلي وي، چې کوم انسان یا حتی روزل شوي حیوان د بل کس یا حیوان ژوند ژغورلی وي؛ خو دا به درته نوې وي، که ووایو چې یو ځيرک موبایل د کارونکي کس ژوند ژغورلی دی.
امریکايي چک والکر رسنیو ته د تېر کال د نومبر میاشتې حیرانونکې کېسه کړې، چې له امله یې خلک د ګوګل شرکت مننه کوي.
نوموړي ویلي: په میسوري ایالت کې یې له خپل کور او کلي لیرې په کروندو کې کار کاوه، چې لوډر (ماشین، موټر) یې یوې کندې ته وغورځېده او د چپ اړخ پښتۍ یې ماتې شوې.
د ده په خبره: تر ډیره په کنده کې د لوډر له یوې اوسپنې لاندې بې هوښه پروت وم؛ خو چې په هوښ راغلم؛ په خپل غوږ کې مې د ژغورونکې ډلې (ریسکیو ټیم) د یو تن ویاند غږ واورېده، چې راته ویې ویل: ستاسې موقعیت مو تعین کړی او ډیر ژر به مو وژغورو.
والکر زیاتوي: ډیره وینه مې بهېدلې وه او نیږدې و، چې مړ شم؛ خو خپل ځيرک موبایل مې وژغورلم.
دی وايي: له حادثې وروسته مې په موبایل کې د موټر د ټکر اپلیکېشن چالان (خلاص) شوی و او ګوګل له خپل لوري ځايي ریسکیو ټیم ته خبر ورکړی و، چې په ۱۰ دقیقو کې زما ژغورنې ته راغلل.
یاد تن همداراز څرګندوي: که په ځیرک موبایل کې مې د «کار کریش ډیټيکشن» خودکار فیچر نه وای؛ نو مرګ مې حتمي و.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button