د طالبانو له پوځي روزنتون نه سلګونه ځانګړي ځواکونه له نظامي زدکړو فارغ شوي/انځوریز

عزم(یکشنبه،۱۷کب ۱۳۹۹): طالبان وایي چې د “خالدبن ولید” په نامه له خپل اړوند نظامي روزنتون څخه یې شاوخوا ۵۰۰ تنه ځانګړي ځواکونو له لوړو پوځي او اړینو فکري او دیني زدکړو فارغ کړي دي.

طالبان وایي چې دغه شمیر کسانو په دوو څانګو کي د ۲ میاشتنۍ دورې په ترڅ کي د فوځي روزني تر څنګ د اسلامي عقيدې، حنفي فقهي، نبوي سيرت او استخباراتو په برخو کي ضروري او مهمي زده کړي تر لاسه کړي دي.


خبرپاڼه وایي، «فارغ شوي مجاهدين به په سپېڅلې روحيه او لوړ مورال د مقدس جهاد ګرمو سنګرونو ته ستنېږي او په بشپړ مادي او معنوي چمتووالي سره به د اسلامي نظام د نفاذ پر وړاندي خنډونه لیري کوي.»

خبرپاڼه کې راغلي چې په نوموړي پوځي روزنتون کې د مروجه درنو او سپکو وسلو لکه کلاشینکوف، ثقيل ماشیندار، آر پي جي ۷ (راکټ)، هفتاد پنج او هشتاد دو توپونه، هاوانونه، زیکویک، دومیله، دهشکه او نورو وسلو په برخه کې په عملي توګه زده کړه ورکول کيږي؛ بيا له دې کسانو څخه د « رمايې » پروګرام په ترڅ کي ورڅخه عملاً امتحان اخيستل کېږي او په خبره یې چې «د دې ترڅنګ د مختلفو چاودېدونکو توکو، ټانکونو، طیارو، لیزرونو، ترصدي بې پیلوټه طیارو او بېلا بېلو عصري ټوپکونو په اړه هم د امکاناتو پر اساس معلومات او عملي درس هم ورکول کيږي.»


طالبان وایي چې دا مهال د هیواد په مختلفو سیمو کې شاوخوا ۲۵ نظامي روزنتونونه لري چې د نظامي کمیسیون تر چتر لاندې د “معسکراتو” تر ادارې پورې تړاو لري.
دوی وایي چې دغه روزنتونونه د تأسیسي، اختصاصي او عادي دورو په ترڅ کي مختلفو سیمو او موسمونو ته په کتو د ډول ډول فوځي عملیاتو او تکتیکونو په برخو کې خپلو منسوبینو ته مسلکي روزني ورکوي.


د یادونې وړ ده چې طالبان اوس په خپلو لیکو کې تر بل هر وخت زیات منظم او روزل شوي ځواکونه لري چې په لوړه کچه روزنه یې ترلاسه کړې او کولای شي د خپل مقابل لوري ځانګړي ځواکونه په عملي ډګر کې له ننګونو سره مخ کړي.
طالبان داسې مهال له نظامي زدکړو د سلګونو تنو ځانګړو ځواکونو له فراغت خبر ورکوي چې څو ورځې وړاندې د طالبانو مرستیال مشر “خلیفه سراج الدین حقاني” خبر ورکړی وه چې که امریکا له تړون څخه پر شا شوه، دوی به یې داځل سخت وځپي او په خبره یې چې داسې وسایل یې جوړ کړي چې له “دښمن” څخه به لوری ورک کړي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button