دوی تېر ځل هم دا غورې کولې، خو…!

عنایت الله خاموش
کله چې له افغانستان څخه د روسي اشغالګرو له تېښتې او دلته د کمونیستي رژيم له ماتې وروسته؛ هغه مجاهد رهبران چې په واک کې د زیاتې ونډې ترلاسه کولو په هدف يې کمونیستي افرادو او د کمونیستي رژيم پاتې شونو ته په خپلو صفونو کې ځای ورکړ، په خپلو کې په جګړه شول. یوه یادونه باید وکړو چې په دغه ګوندي رهبرانو کې يې ډېرو لږو له جګړې سره پرېکړون وکړ او د نورو جګړه مارو ډلو له جګړې څخه راګرځولو او د هیواد ابادۍ لور ته د متوجه کولو هڅې يې کولې. د ګوندي رهبرانو ترمنځ جګړو هغه وخت زور ونیو او افغان ملت ته په درانه زیان تمامې شوې، کله چې د پردیو جاسوسانو په ډېر مهارت د ګوندي رهبرانو ترڅنګ ځای ونیو او هغوی ته يې د مشاورینو په توګه ځانونه ورنږدې کړل.

کله چې دغه کسان په مېخ کوبۍ، مرده رقسۍ او نورو ناوړه کړنو کې ښه پاخه او ملت يې تر ستونې کړ؛ الله تعالی د دوی د سرکوبولو او د افغانستان له مقدسې خاورې څخه د شړلو لپاره د مرحوم لوی ملاصاحب په مشرۍ طالبان راپيدا کړل. دا چې طالبان د ملت په منځ کې اوسېدلي او له ځانګړي وقار څخه برخمن او پراخ ولسي ملاتړ يې له ځان سره درلود، په لنډ وخت کې يې د هیواد اکثره سیمې له هغه کسانو څخه ونیولې چې د واک په سر، یوه او بل ته په کمین کې ول او تر منځ يې بېچاره ولس تر پښو لاندې کړی و. بلاخره طالبان په دې وتوانېدل، ترڅو د هیواد اکثریت سیمې له دغه ځان خوښو څخه خلاصي او دوی يې ځينې يوې محدودې جغرافيې ته را ټول و محاصره کړل او ځينې نورو هیوادونو ته په تېښته بریالي کړل.

وروسته چې بیا کله امریکا په افغانستان باندې د تېرې کولو تابیا ونیوه او د اسلامي امارت د را پرځولو په هدف يې د افغان خاورې اشغال ته ملا وتړله؛ نو هغه کسان چې طالبانو یا له هیواد څخه بهر ته شړلي او یا یوې محدودې جغرافيې ته ور ټول کړي و، له ډېر کم شمېر پرته يې ټول امریکایانو د پيسو په بدل کې وپېرل او واک ته د بیا رسولو په بدل کې يې د ځان غلامان جوړ کړل. دوی د امریکايي الوتکو تر وزرو لاندې یو ځل بیا د اشغالګرو په څنګ کې په افغان ملت مسلط او دا دی تر اوسه لا هم د ملت وینې تويېدلو ته کار وايي.

خو نن چې د دوی بادار د یوه لیک او ځانګړي استازي په توسط اخطار ورکړ او ګران هیواد افغانستان څخه يې د خپلو اشغالګرو ځواکونو د وتلو یادونه او همدارنګه په هغه څه باندې د عمل کولو امر يې ورته وکړ چې د دوی( امریکا) او اسلامي امارت ترمنځ لاسلیک شوي. له دې سره جوخت د کابل ادارې په ډېری چارواکو وهم ګډ شوی او له اوس مهال لاره ترې ورکه ده.

دوی کله یوه خبره رامخ ته کړي او کله بله. کله وايي په اساسي قانون(!) او ارزښتونو(!) به معامله نه کوي او کله بیا وايي چې نولس کلنې لاسته راوړنې(!) او د ښځو حقوق(!) څخه به کلکه دفاع کوي. ځينې خو يې لا آن دا خبره کوي چې که مړه هم شي د دې اجازه به ورنکړي چې طالب یو ځل بیا په کابل واکمن شي او ځينې يې بیا وايي چې دوهم ځل مقاومت به کوي او بیا به غرونو ته پورته کېږي.

خو افغان ملت او هغه افغانانو ته چې د دغه افرادو تر شا ولاړ او په نا اګانه توګه د دوی ساتنه کوي، باید ورته وویل شي چې دوی د ۹۰ یمې لسیزې پر مهال هم همدا خبره تکراروله او له طالبانو سره د ټينګ مقاومت خبره يې کوله؛ خو کله چې د رښتیا میدان راغی، ځينې يې تر کولاب تېر شول او ځينې د اروپا تر هوټلونو ورسېدل او هلته کاسه یوه- کاسه راوړه، شول. نو دوی دې د دغه کسانو په غولونکو تبلیغاتو نه غولېږي او له ځان څخه دې د پردیو کرايي قاتلان او خپل ملت سره دوکه کوونکي نه جوړوي. ځکه دغه خائینان به له ماتې سره هممهاله یو ځل بیا خپلو حقیقي کورنو( یعنې غرب) ته ستنېږي او تاسو به په خپل ملت کې خړ مخ او ټيټې سترګې ګرځئ. نو لیږ له عقل څخه کار واخلئ!

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: