بدخشان کې چارواکو د څو ولسوالیو مواصلاتي لارې تړلې دي

عزم(چهارشنبه، ۱۸ کب ۱۳۹۹): د بدخشان ولایت، د نسی، کوف او د دروازونو په نورو ولسوالیو کې دولتي چارواکو له تیرو څو ورخو راهیسې د خلکو په مخ مواصلاتی لارې تړلي دي.

دوی ځکه دا عمل تر سره کړی چې د دغو ولسوالیو اکثره سیمې یې د طالبانو ترلاس لاندې دي، خو عام خلک ښځې، نر، ماشومان، سپين ږیري، مریضان او نور محتاج خلک د خوراکي توکو، دوا او نورو اړتیا وړ موادو له سخت کمبود سره مخ دي او د توکو قیمتونه د خلکو له توانه پورته شوي.

طالبانو په یوه پیغام کې دا د بدخشان د چارواکو کمزورتیا بللې او ویلي یې دي چې حکومتغواړي د داسې غیرمعقولو لارو څخه خلک تر فشار او زجر لاندې ونیسي.

همدا راز طالبانو له بشري بنسټونو، خیریه مؤسساتو او نورو مسئولو جهتونو باندې هم غږ کړی چې د دا ډول کړنو مخه ونیسي او رسنیو څخه یې هم غوښتي چې باید د یادو مظلومو خلکو غږ پورته کړي، راپورونه پرې خپاره کړي، ترڅو خلک له هلاکت څخه وژغورل شي او لارې يې خلاصې شي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button