خپلې ارادې پټې وساتئ!

لیکنه : انس حقاني
دا فطرتي خبره ده چې کله یو انسان د بل چا څخه د کوم ښه عمل ښه والی او فضائل، یا د کوم بد عمل بدي واوری او حال دا چې دغه شخص د هغه بد عمل مرتکب وي. یا هغه ښه عمل ده نه وي کړی. نو سمدستي د انسان په زړه کې د ښه عمل د تعمیل لپاره شوق راوټوکیږي. یا د بد عمل څخه د اجتناب لپاره یې په رګونوکې د کلک هوډ وینه څپانده شي .په داسې وخت کې یوه مهمه نقطه په پام کې نیول مفید دي.
په داسې وخت کې زیاتره خلک خامخا د عمل د کړلو یا نکړلو، هوډ کوي. او ډیر کسان په همدې وخت کې خپله اراده په ډیر قوت سره ظاهروي چې زه به دا کار خامخا کوم، یا دا کار به بیخی نکوم.
زما په فکر داسې باید ونه شي؛ ځکه انسان کمزوری دی په زیاتره وختونو کې د نفسي خواهشاتو څخه مغلوبیږي او لکه ما چې تېره لیکنه کې ویلي وو چې د اخلاص لاسونه یې کله نا کله بیرته د سستۍ په زنځیرونو وتړل شي.
فطرتي خبره ده چې ډېر کم د عزم خاوندان داسې دي چې څه وایي هغه کوي، خپلو ارادو ته د عمل جامه وراغوندي او نور زیاتره انسانان داسې دي چې څه ووایي خو هغه هغسې ونکړی شي خپلې ارادې نشي عملي کولی .نفس یې د ارادو پښو ته زنځیرونه اچولي وي او د سستۍ پیریان یې په مرکنډي ناست وي.
په اصل کې داسې اراده کول ښه خبره ده او نیکي ده.
خو زما په فکر د دې باید اظهار ونه شي. انسان دې په زړه کې پټ هوډ وکړي خپل وس دې کوي خو بل چاته دې ځکه نه وایي چې که خدای مکړه چیرته خپله خبره په راتلونکي کې پوره نه کړی شي کومه چې ده بربنډه د خلکو په وړاندې کړي وه نو نورو خلکو ته به بیا ټيټ نه راځي. له پیښمانتیا او خجالت به ساتلی وي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button