د مدرسې د حافظانو قتل عام؛ ننګرهار کې ځانګړوځواکونو ۱۰حافظان شهیدان کړي/انځوریز

عزم(پنجشنبه،۲۱کب ۱۳۹۹): راپورونه وایي چې تیره شپه د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ اړوند د “ټټنګ” په نامه سیمه کې د صفر دو قطعې په نامه ځانګړو ځواکونو پر یوه سیمه ییزه مدرسه چاپه وهلې چې په ترڅ کې یې د مدرسې د استاد په ګډون ګڼ شمیر زده کوونکي په شهادت رسولي دي.

په هغه ویدیو کې چې د ټولنیزو رسنیو پر مخ خپره شوې، د مدرسې کوچني شاګردان وایي، د شپې دوه بجې وې چې چاپه پرې ووهل شوه،عسکرو مشران زده کوونکي ترې یوې خواته کړل او ټول یې په ډلییزه توګه شهیدان کړل.
وروستي راپورونه ښیي، چې دغه پیښه کې د استاد په ګډون ۱۱تنه حافظان شهیدان شوي او ځینې نور ټپیان دي.
ځایي خلک وایي چې ځانګړو ځواکونو یې د مدرسې ترڅنګ د کورونو دروازې ماتې کړې، مالونه یې لوټ کړي او سخت یې ځورولي دي.


دوی زیاتوي، دغه مدرسه کې یواځې د قرانکریم او دیني علومو زدکړې ورکول کیدې او د هیڅ کومې وسلوالې غړو په کې شتون نه درلوده.
دولتي ځواکونو تر دې وړاندې دا ډول پیښو کې قرباني شوي ماشومان او زده کوونکي وسلوال طالبان بلل، خو تازه یې د یادې پیښې په تړاو څه نه دي ویلي.

 

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button