‏کندز کې ۸ تنه امنیتي سرتېري وژل شوي، پنځه نور ژوندي نیول شوي دي

عزم(شنبه، ۲۳ کب ۱۳۹۹): تېره شپه د کندز خان آباد ولسوالۍ کې طالبانو پر یوه امینتي پوسته برید کړی چې په ترڅ کې یې ۸ تنه امنیتي سرتیري وژل شوي او پنځه نور د طالبانو له لوري ژوندي نیول شوي دي.‏

امنیتي سرچینې هم دغه پېښه مني، خو ادعا کوي چې په دغه نښته کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې.

طالبانو هم د برید مسئولیت منلی او ویلي یې دي چې په دغه برید کې یې اته سرتېري وژلي، د قومندان عبدالقیوم په ګډون یې پنځه نور ژوندي نیولي ګڼ شمیر وسلې او مهمات لاسته ورغلي دي.

‏‏په یو بل خبر کې طالبانو ادعا کړې چې تیره شپه یې د کندز ولایت مرکز اړوند زاخیلو سیمه کې یې هم یوه پوسته نیولې، ۶ عسکر یې وژلي او ۳ تنه یې ژوبل کړي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button