بلخ کې ۱۵ عسکر وژل شوي شپږ یې طالبانو ژوندي نیولي

عزم(شنبه، ۲۳ کب ۱۳۹۹): بیګا شپه د بلخ ولایت په شولګره ولسوالۍ کې طالبانو د ملي اردو د سرتیرو په یوه پوسته برید کړی چې په ترڅ کې یې پوسته طالبانو نیولې، ۵ سرتیري وژل شوي، ۲ نور ټبیان شوي او یو تن یې طالبانو ژوندی نیولی.

د بلخ د ولایتي شورا رئیس محمد افضل حدید وایي دغه برید د شولګرې ولسوالۍ اړوند باغ پهلوان سیمه کې رامنځته شوی.

طلوع نیوز د یوې امنیتي سرچینې له قوله وایي چې برید کې ۸ سرتیري وژل شوي او څو نور ټپیان دي.

طالبان وایی به دغه برید کې یې لس تنه عسکر وژلي دوه تنه یې ژوبل کړي، یو یې ژوندی نیولی، ګڼ شمیر وسلې او مهمات هم لاسته ورغلي.

د یادونې وړ دی چې تیره شپه د یاد ولایت په چهاربولک ولسوالۍ کې هم یوه پوسته طالبانو نیولې، ۷ تنه عسکر پکې وژل شوي او ۵ نور یې طالبانو ژوندي نیولي.

دا په داسېحال کې دی چې بیګا شپه د هیواد په شمال کندز ولایت مرکز او خان اباد ولسوالۍ کې هم دوه پوستې سقوط شوي، ګڼو سرتیرو ته مرګ ژوبلې اوشتې، ګڼ شمیر وسلې او مهمات د وسله والو لاسته ورغلي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: