فاریاب کې یو روغتون بمبار شوی او ننګرهار کې له روغتون پوسته جوړه شوې

عزم(یکشنبه، ۲۴ کب ۱۳۹۹): وړمه ورځ د فاریاب ولایت المار ولسوالۍ کې (+CHC) سي ایچ سي پلس کلینیک بمبار شوی چې په ترڅ کې یې روغتون ویجاړ او خلک یې له خدماتو محروم.شوي.

دغه کلینک ۲۳ تنه خدماتي پرسونل یې درلود چې ۱۴ یې نارینه او ۹ نور یې ښځینه وو اوس مهال یې تول خدماتی توکي تخریب او کلینک ویجاړ.شوی.

سیمه کې همدا یو روغتون وو چې خلکو ترې صحي برخه کې ګټه اخیسته اوس د یاد روغتون په ورانیدو سره خلک له صحي مشکلاتو سره مخ دي.

په ورته وخت کې څو ورځې کیږي چې د ننګرهار ولایت شیرازدو ولسوالۍ فیټلو سیمه کې هم په سميیز ډي ایچ کلینیک کې عسکرو پوسته جوړه کړې او صحي چارې یې بندې شوې دي.

عسکرو د روغتون کارکونکي او پروسنل يې تهدید او شړلي، خلک يې هم یاد کلینیک ته له ورتګ څخه منعه کړي دي.

طالبانو په نړیوالو صحي او بشري سازمان غږ کړی چې د دا ډول کړنو په مخنیوي کې خپل رول ادا کړي او له رسنیو یې هم غوښتي چې په دې اړه باید چوپه خوله پاتې نشي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button