د امریکا وړاندې شوې طرحه؛ طالبان او کابل حکومت وایي، لا یې هم په هکله ارزونې روانې دي

عزم(یکشنبه،۲۴کب ۱۳۹۹): په داسې حال کې چې د افغان سولې په تړاو په کوردننه او بهر کې بحثونه پراخ شوي، تازه طالبانو او د کابل چارواکو یوځل بیا ویلي چې د امریکا لخوا د نوي حکومت د رامنځته کیدو په تړاو یې ارزونې جریان لري.
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر نعیم پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي: «هغه کومه طرحه چې څو ورځې مخکې موږ تر لاسه کړې وه لا هم زموږ تر غور لاندې ده له غور وروسته به موږ خپل دریځ واضح کوو»

بل لور ته د ملي مصالحې عالي شورا نن د افغان سولې لپاره د امریکا له خوا د وړاندیز شوې طرحې مسودې په تړاو د ارزونې لومړۍ غونډه کړې.

د یادې شورا رسنیز سلاکار، مجیب رحیمي وایي«پرېکړه وشوه چې د افغانستان اسلامي جمهوریت او د ملي روغې جوړې عالي شورا د سولې بهیر له چټکتیا ملاتړ کوي او د امریکا د طرحې له دقیقې مطالعې، د افغانستان اسلامي جمهوریت به خپل لیدلوری له امریکا سره شریک کړي.»

په همهاله توګه دوحه کې د کابل د مذاکراتي ټیم یو غړی غلام فاروق مجروح وایي، له طالبانو سره یې مذاکراتي بهیر لا هم په نورماله بڼه مخته روان دی اودوی خپلو مذاکراتو ته ادامه ورکوي.

دغه طرحه کې د افغانستان راتلونکي په تړاو د بن په شان د یوې غونډې جوړېدو او انتقالي حکومت وړاندیز شوی دی.
همدا راز په دې طرحه کې د راتلونکي حکومت سیاسي لار نقشه ذکر شوې چې له مخې به یې د انتقالي حکومت وروسته د ولسمشر ټاکل د انتخاباتو له لارې ترسره کېږي.
په دې سند کې راغلي اوسنی اساسي قانون او ټول نور قوانین به د نوي قانون تر جوړېدو پاتې وي او له اوسني اساسي قانون به د منبع به توګه ګټه واخستل شي.
په طرحه کې دا هم راغلي، چې د نوي اساسي قانون په جوړېدو به د ښځو، ماشومانو او رسنیو حقونه خوندي وي، همدا رز به د یو اسلامي هېواد په توګه د ټولو دینونو او مذهبونو خوندیتوب موجود وي.
په  دې طرحه کې د انتقالي حکومت جوړښت په درې برخو وېشل شوی، چې له ډلې د ولسمشر په مشرۍ اجرایي برخه، د ملي شورا جوړښت او قضایه برخه شاملې وې.
په ملي شورا کې به د طالبانو استازي هم ګډون ولري او قضایه قوه به په خپله اډانه کې د اسلامي فقه شورا او د نوي اساسي قانون جوړېدو کمېسیون ولري، چې د فقه عالي شورا به ۱۵ غړي ولري، له ډلې به یې ۷ د طالبانو او ۷ د حکومت او یو هم د ولسمشر له‌خوا ټاکل کېږي.
طرحه زیاتوي، چې افغان ځواکونه به په خپل ځای پاتې کېږي او  د طالب جنګیالیو ادغام لپاره به یو منظم پلان رامنځته کېږي.
طرحه کې راغلي، د سولې انتقالي حکومت حق نه‌لري، چې د سولې خبرو پرمختګ لپاره د افغان ځواکونه او طالبان د خیانت او نورو سیاسي جرمونو په تور محاکمه کړي.
همدا راز به نوی حکومت په بهرنیو اړیکو کې د بې طرفۍ دریځ خپلوي.
شنونکي وایي، د کابل حکومت چارواکي په هیڅ قیمت د خپل نیمګړي واک د زوال پلویان نه دي او له ټولو لارو هڅه کوي خپله بقاء تضمین کړي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button