د ترکیې ناسته؛ د نوي سیاسي فصل لومړنی ګام

ذاکر جلالي
د دوحې موافقتنامه پر څلورو ټکو راڅرخي: د بهرنیو ځواکونو وتل، د طالبانو لخوا تضمین چې افغان خاوره به د چا پر خلاف نه کارېږي او دوه نور بین‌الافغاني خبرې او هراړخیز اوربند. پر دوو لومړنیو د دوحې موافقتنامه کې هوکړه وشوه او دوه وروستي افغانانو ته پرېښودل شول.

د بین‌الافغاني خبرو محوري بحث د افغانستان د راتلونکي نظام بڼه او د ښکېلو لوریو تر منځ یو ډول واک وېش دی. پر دې جمعي هوکړه شته چې د نظام بڼه به «اسلامي» وي، یانې اسلامي شریعت به پکې مرکزي او وروستۍ خبره کوي؛ خو په ورته وخت کې یو ډول واک وېش هم د بحث وړ دی چې که ونه شي، د سولې د ماتېدو یا د جګړې د دوام وېره له ځان سره لري. کله چې د نوي نظام بحث مطرح کېږي، په طبیعي ډول د ډاکتر اشرف غني په مشرۍ اوسنی حکومت نفې او د بدیل جوړښت بحث راپورته کېږي. د سولې د بحث دغه ټکی اشرف غني ته هغه خپسه ده، چې خوب یې تروړي. تر دې دمه «د بلینکین تر لیک» اشرف غني تیاری نه دی ښودلی چې واک به یوې نوې ادارې ته سپاري.

یوازینی هغه جهت چې کولای شي اشرف غني دغه وړ یوې پرېکړې ته اړباسي، د امریکا متحده ایالتونه دي. د ټرمپ له وخته، د امریکا حکومت په تدریجي ډول پر غني فشارونه راوړل چې نوو واقعیتونو ته غاړه کېږدي. له همدې امله د غني او خلیلزاد اړیکې هم ترینګلې شوې. غني او ټیم یې داسې ښودله چې ګواکې دا د خلیلزاد شخصي پروژه ده. د وخت په تېرېدو سره لا ښکاره شوه چې افغانستان کې سیاسي جوړجاړی او د مسئلې مذاکراتي اواری د امریکا رسمي سیاست دی.

د بایډن تګلاره

واک ته له رسېدو سره سم، د افغانستان مسئله د جو بایډن ادارې ته د بهرني سیاست یو له سرخوږیو ګڼل کېږي. بایډن د روان کال جنوري میاشت کې کار پیل کړ. په داسې حال کې چې د طالبانو او امریکا تر منځ د دوحې د موافقتنامې له مخې پکار ده ټول بهرني ځواکونه د ۲۰۲۱ کال تر مې میاشتې له افغانستانه ووځي. په دې حساب، د بایډن ادارې تر څلورو میاشتو لږ وخت درلود چې د افغانستان د مسئلې په باب وروستۍ خبره وکړي.

په دې اساس د بایډن اداره اړ ده، چې په دوحه کې سوکه خبرو ته نه یوازې سرعت وروبښي، بلکې په ورته وخت کې د خبرو میکانېزم کې بدلون راولي. تېره اونۍ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، انتوني بلینکین لیک رسنیو ته راووت چې پکې په بشپړ وضاحت او صراحت له اشرف غني څخه غوښتل شوي په «راتلونکو اونیو کې عاجله رهبري» وښيي. د بلینکین په لیک کې د نوي میکانېزم په باب اشرف غني ته خبر ورکړل شوی، چې ترکیه به د داسې ناستې کوربه وي چې د امریکا، روسیې، چین، ایران، هند او پاکستان د استازو په ګډون به د طالبانو او اسلامي جمهوریت «صلاحیت لرونکي» استازي هم پکې ګډون کوي.

د بایډن ادارې د استانبول د کانفرانس لپاره چې تمه ده په اپريل کې تر سره شي، واردمخه کورنۍ دنده هم تر سره کړې. د انتقالي ادارې په خاکه کې يې ډېر داسې موارد ځای کړي چې د سولې خبرو له چټکتیا او نتیجه ورکولو سره مرسته کوي. د بایډن حکومت بیړه لري او په دې برخه کې يې ډېرې چټکې او پراخې هڅې پیل کړې دي.

د اشرف غني مخالفت به ځای ونیسي؟

اشرف غني په غیر مستقیم او لومړي مرستیال یې، امرالله صالح په مستقیم ډول له نوې طرحې سره مخالفت کړی. پوښتنه دا ده چې ایا د غني مخالفت به ځای ونیسي؟ د ۲۰۱۴ کال په سپټمبر کې چې اشرف غني له ډاکټر عبدالله سره سیاسي موافقه وکړه او ولسمشر شو، لومړنی اقدام یې امریکا او ناټو سره د لانجمنو موافقتنامو لاسلیک و. غني د دغو لانجمنو سندونو تر لاسلیک وړاندې د یوې بیاکتنې اړتیا هم احساس نه کړه. له هغې راهیسې چې اشرف غني د افغانستان د واک پر ګدۍ ناست دی، تر دې دمه هېڅکله داسې نه دي شوي چې د افغانستان د ملي ګټو له سټیج څخه د امریکا یا بل قدرتمند دولت پر وړاندې دریځ ونیسي. حتی په ځلونو د بهرنیو ځواکونو د هوايي بریدونو او بمباردونو په نتیجه کې ډېرو افغان ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو له ارګ څخه لږ تر لږه د غندنې اعلامیه هم نه ده خپره شوې.

تېر ته په کتو، محال برېښي چې اشرف غني دې وتوانېږي چې د امریکا د نوې طرحې مخالفت دې وکړي. که د بایډن د ادارې جدیت په پام کې ونیسو او همدا راز د غني پر حکومت یې اغېز او رول ته وګورو، ډېره لرې برېښي چې اشرف غني دې د راتلونکو پرمختګونو مخه ډب کړي. په حقیقت کې د امریکا د نوې ادارې اصلي هڅه هم همدا ده چې افغان سوله د تخریبکارو کړيو له منګلو وژغوري. د بلینکین په لیک کې کافي وضاحت شته چې د امریکا له نظره کوم لوری د سولې له روان بهیر سره مخالفت لري.

طالبان او نوی فرصت

د بهرنیو ځواکونو پر خلاف له مقاومت وروسته طالبانو تل د نوي اسلامي نظام خبره کړې. یو له هغو دلایلو چې طالبان د غني حکومت په رسمیت نه پېژني او چمتو نه شول چې د دې حکومت برخه شي، دا و چې حکومت یې د اشغال زېږنده باله. اوس چې د امریکا لخوا نوې طرحه وړاندې شوې، دا ټکی هم پکې دی. مانا دا چې واک د یوې مشخصې مودې لپاره داسې ادارې ته انتقال شي چې د لوریو لخوا پرې موافقه وشي او بیا هغې موقتې ادارې ته یو لړ کورنۍ دندې په پام کې ونیول شي. دلته به مهم پرمختګ دا وشي چې جګړه به ودرېږي او سیاسي هڅې به سرعت پیدا کړي.

افغان حکومت په مستقیم او نا مستقیم ډول له نوې طرحې سره مخالفت کړی؛ خو طالبانو تر دې دمه چوپتیا غوره کړې ده. داسې برېښي چې طالبان به نوې طرحه ارزوي. په حقیقت کې د امریکا د نوې طرحې له مخې، له کابل حکومت څخه واک اخیستل کېږي او داسې نوي جوړښت ته سپارل کېږي چې طالبان به یې ټاکنه کې رول ولري. پر دې اساس، فکر نه کېږي چې طالبان دې په بشپړ ډول نوې طرحه رد کړي.

دا هم د یادولو ده، چې نوې طرحه وروستۍ نه ده. طالبان هم کولای شي په راتلونکې ناسته کې خپلې ملاحظې او وړاندیزونه په کې ځای کړي. په نوې طرحه کې دا ظرفیت شته چې د طالبانو عمده غوښتنه په کې ځای پر ځای شي.

پای

نوې طرحه د تلپاتې افغان سولې لپاره یو بل فرصت د افغانانو په مخ پرانیزي. په دې میکانېزم کې هم د سیمې هېوادونو ملاتړ راخپلېږي او هم مقتدر افغان لوري جرګه کېږي چې خبرې ژر پایلې ته ورسېږي.

د بایډن حکومت بيړه لري او هڅه کوي چې د دوحې موافقتنامه وژغوري. افغان لوریو ته هم پکار ده چې په دې اړه جدي فکر وکړي چې څنګه دا فرصت د افغانستان سولې او ثبات لپاره وژغوري.

یو مهم ټکی له سولې وروسته د افغانستان او نړۍ تعامل دی. دا هغه څه دي چې اوسنی فرصت یې له ځان سره لري. که یوه افغان لوري سره ټول واک هم موجود وي؛ خو یو منزوي او ګوښی افغانستان ورته رسېږي، دا د واکمن لوري په ګډون د هېچا په ګټه نه دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: