«یوه خصوصي رسنۍ د چاودېدوکو توکو په لېږد کې لاس لري»
عزم(دوشنبه، ۲۵، کب ۱۳۹۹): کورنیو چارو وزارت وايي، یوه خصوصي رسنۍ د چاودېدونکو په توکو په لېږد کې لاس لري.
د یاد وزارت ویاند طارق ارین په خپلې ټوېټرپاڼې لیکلي، چې یوه خصوصي رسنۍ د چاودېدونکو توکو په لېږد کې لاس لري، خو نوموړي د هېڅ رسنۍ نوم نه دی اخیستی. «په خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې يوه خصوصي رسنۍ د چاودېدونکو توکو په لېږد کې لاس لري. په دې اړه جدي پوښتنې وجود لري او موږ مطلوب ځواب ته د رسېدو لپاره کار کوو.»
https://twitter.com/TariqArian3/status/1371317393440522240?s=20
طارق ارین دا هم نه دي ویلي، چې د هېواد په کوم ځای کې یې د دغې رسنۍ موټر نیولی دی.
دا لومړی ځل دی چې یوه خصوصي رسنۍ د چاودېدونکو توکو په لېږد تورنېږي. له دې وړاندې د ولسي جرګې، مشرانو جرګې او ځینې نور لوړ پوړي چارواکو په ورته پېښو کې په لاس لرلو تورن شوي وو، خو حکومت تر اوسه یاد کسان افشا کړي نه دي.