په کوم مخ له طالب سره مخ کيږی

 

احمد منصور

شل کاله مخکېنی حالت په تحريري بڼه انځور ما لوستونکو ته په څو څو ځل ښودلی هو مونږ هغه خلک ګوته په ګوته هېواد والو او نړۍ والو ښودلي چې تنها د امريکا تر څنګ يې په اوسېدو بسنه ونه کړه او نه دا چې تنها يې د اشغالګرو په جناياتو سترګې پټې کړې بلکې کشرې طبقې يې د اولس په وړاندې سنګر ونيوه او مشرانو يې له امريکايانو په افغانانو د غټ غټ بمونو غورزولو غوښتنه کوله

هو ياد خلک د غلامۍ او چاپلوسۍ داسې حد ته ورسېدل چې د امريکا مظالمو/جناياتو ته يې د جواز دلايل تراشل هو په دوي کې داسې علماء هم ول چې د څو ډالرو د حصول په نيت روان جهاد يې نامشروع باله آن د قران آيتونه او د رسول الله(صلی الله عليه وسلم) احاديث به يې تحريفول د هغو افغانانو چې له خپل دين او هېواد څخه يې د دفاع په نېت وسله راخيستې او بلااخره له خپل بدن څخه بارتو تړولو ته اړ شوي وه د کابل په څلور لارو کې يې را ځړولو غوښتنه کوله ځينو به اولس ته په ظاهره له مکره ډکې ژړاګانې کولې خو د پردې تر شا يې د افغانانو د وژلو ، اسيرولو او بمبارولو فرمانونه يې صادره ول ځينو بيا خپلې قربانۍ وپلورلې / هېرې کړې په فساد ور ګډ شول کابل ته تګ سره سم يې د طالب په لور خپله خوله خلاصه کړه هغه څه يې وويل چې اولس ترې طمعه هم نه درلوده څو ورکړل شوو کورو ، څو جريبه ځمکو او ګارډانو ترې خپل پرون هېر کړ

شايد ځينو ته دا سوال ورپه زړه شوي وي چې څنګه ماته په داسې حساس وخت/ شيبو کې پلورنکي را ياد شول هو دا به هم ووايي چې سولې ته نېزدې يو دوي ته بايد وويل شي چې تر هرچا سولې ته مونږ تږي ياستو خو بايد د سولې په مينه کې په دا پيمانه غرقاب نه شو چې راتلونکو نسلو ته اتل او بوتل ، پلورونکي او د وخت ځامن ور ونه پېژندلای شو ياد مخلوق له دندو سره ليونۍ مينې له امله هڅه کوي په راتلونکي اسلامي حکومت کې هم ځانونه وويني په همدې موخه د مسکو او ترکې مجالسو کې د ګډون په موخه ځي

خو زه همدوي ته وايم تاسو په کوم مخ د طالب مخ ته کېنی که چېرته هلته يو طالب له تاسو وپوښتي چې په کوم جواز تاسو دا شل کاله د امريکا تر څنګ ولاړ وی ؟ د افغانانو په کورو مو امريکايان ولې ور خېژول؟ افغانان مو لاس ته تړلي ولې ور سپارل؟ تاسو دغو او دې ته ورته سوالونو ته معقول ځوابات لری ؟

نه دا د لمر په څېر روښانه ده چې تاسو د يو کشر طالب د سوالو ځوابونه نه لری نو سياسي طالب ته به څنګه د ځواب ورکولو جوګه شی ځه ټول هېواد وال پوهيږي چې تاسو د واک او دندو وږي ياست همدغه د واک او ډالرو مينه د دې باعث شوه چې تاسو له خپلو ايمانو او عزتو ور تير شوی که نن له طالب سره کېنی هم د واک او دندو جنون هڅولي ياست خو حيران په دې يم چې تاسو د مسکو په کنفرانس کې په څه ګفتګو کوی؟ له څه څخه دفاع کوی؟ تاسو خو له ډمو راډيو ګانو ، فاحشو رسنيو ، په کابل کې له شرابخانو ، پرته نور څه نه لری

که له اساسي قانون څخه دفاع کوی لومړی خو په دې وپوهيږی چې دا شل کاله اولس د طالب په مشری ستاسو د بادارانو په وړاندې جهاد وکړ قربانۍ ورکړه يو لوي لامل دغه د انسانانو په لاسو جوړ نظام نړول/ختمول وه دوهم دا چې دغه نظام ته تاسو تر کومې اندازې ژمن پاتې شوی ياست تاسو خو خپله د نظام په خلاف اعمال تر سره کړل په اساسي قانون کې په کومه ماده کې د دوو اولسمشرانو ګومارلو ذکر شوی په اساسي قانون کې اسلامي دين د اصل په توګه منل شوی تاسو په دې شل کالو کې د اسلام يو حکم نړۍ او اولس ته وښايست چې تاسو پر ځاي کړی وي دا او دې ورته مونږ سره ډېر ثبوتونه او امثال شته چې تاسو خپله اساسي قانون ته ژمن نه ياست پاتې شوي که چېرته دلته د هر يوه يادونه کوو ليکنه راڅخه اوږديږي

د مسکو په کنفرانس کې تاسو د طالب مخ ته د کېناسو جوګه نه ياست هلته له ځانو دفاع خو بعيده ده څه ناشنا منظر به وي يو خوا له اسلامي دين څخه دفاع کوونکي رجال به ناست وي بل خوا د کفري نظام پلي کوونکي د هېواد او دين پلورنکي هو نړۍ او تيروتی مخلوق به د راتلونکي پنج شنبې په ورځ ان شاء الله د اتلانو او بوتلانو تر مېنځ توپير وشي کړی .

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button