فاریاب کې یو قومندان او ۵ اربکیان طالبانو ته تسلیم شوي نور له پوستې تښتېدل

د فاریاب ولایت پشتونکوټ ولسوالۍ اړوند د قیریګیت سیمه کې قومندان ګلمراد  له ۵ اربکیانو سره وسله والو طالبانو ته تسلیم شوی.

طالبانو هم په لیږلي ایمېل کې ویلی ، چې نوموړی قومندان ګلمراد  ورته تسلیم شوی او  دخپلي پوستې ۲ خفیفان ، ۵ کلاشنکوفونه ، یوبم افګن اومهمات مجاهدینو ته سپارلي

اوس یاده پوسته او سیمه چې په ۳ کلیو مشتمله ده ، د طالبانو ترواک لاندي ده

همدا راز طالبان وایي درې ورځي وړاندي دیادي پوستې ۳ تنه په مخامخ جګړه کې مجاهدینو ژوندي اسیران کړي ؤ

دیادي ولسوالۍ اړوند د کله شاخ په سیمه کې له مهمي پوستې اربکیان وتښتیدل اوپه زیاته اندازه مهمات یې طالبانو نیولي .

د یادونې وړ ده چې په نیږدې څو ورځو کې ګڼ شمېر اربکیان او پولیس په جوزجان ، او  هلمند کې هم  طالبانو ته له وسلو سره تسلیم شوي چې لامل یې د طالبانو پرمختګونه او سختې جګړې ښودل شوی.

اصف افغان

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button