زموږ مشران

لیکنه:سیدعبدالرزاق
دکال ۱۳۹۹ دحوت دمیاشتي پر ۲۸ مه نیټه دروسیې په مسکو ښار کي یوه غونډه جوړه شوه چي پکي داسلامي امارت دسیاسي دفتر دغړو په شمول دکابل ادارې او نورو ډلو نمائندګانو شرکت وکړ،له دې سره دپاکستان،امریکا او چین استازوهم دلته شرکت درلود،یاده غونډه دبین الافغاني مذاکراتو دټکني بهیر دراچټکولو په موخه چمتو شوې وه،په دې اساس یې ګاونډیو او په قضیه کي ښکیل هیوادونو ته هم ځای ورکړی و.
داسلامي امارت دسیاسي دفتر د لوړپوړو اعضاوو څخه خپله ددفتر رئیس ملاعبدالغني برادر،دمذاکراتي ټیم مشر محترم شیخ عبدالحکیم صاحب،ملاخیرالله خیرخواه،ملامحمد فاضل او شیرمحمد عباس ستانکزی هم شامل وه.
دغونډي په جریان او غونډي ته د ورتګ په حالت کي ځیني داسي مهم شیان په نظر راغلل چي داسلامي امارت دمشرتابه لوړ مقام،اطاعت،خپل منځي احترام او مینه ومحبت یې په ډاګه کول،ددې جملې څخه یو جالب امر دا شو چي تالار ته دداخلیدو په حالت کي الحاج ملابرادر اخند دخپلو ملګرو سره پر زینو وختی،چي وروسته لیدونکو ته داسي ښکاره شوه چي اوس به ټول ملګري دچپه لاس لوري ته قدم اخلي،ملابرادر اخند په منځ کي او شیرمحمد عباس ستانکزی په کناره کي و،ځکه نو احتمال دا رامنځته کېدای شو چي اتل ستانکزئی به دیو دوه ثانیو لپاره تر هغه مخکي شي،ولي ستانکزي صاحب دا نکته له ورایه حس کړه او ځای په ځایتم شو او خپل مشر الحاج ملابرادر اخند ته یې داطاعت نه ډکه اشاره وکړه چي راځئ،کله چي الحاج ملابرادراخند تير شو پس له هغه جناب ستانکزی ورپسي روان شو.
دوهمه جالبه مرحله هلته په لیدو شوه کله چي دناستي لپاره ټول مشران په خپلو خپلو څوکیو کیناستل،دروسیې دفدراسیون له لوري داسلامي امارت هیئت ته پنځه څوکۍ په لومړي صف کي چمتو شوي وې او نور کسان یې دهغوی شاته ځای په ځای کول،هغه پنځو څوکیو کي شیخ شهاب الدین دلاور،محمد سهیل شاهین،شیخ عبدالحکیم او جناب شیرمحمدعباس ستانکزی په ترتیب سره کښېناستل،یوه څوکۍ حالي پاته سوه چي ښاغلي انس حقاني وملا خیرالله خیرخواه ته سمه کړه او هغه ته یې دناستي بلنه ورکړه،ملاخیرخواه ځان چمتو کړ او دوه قدمه مخکي لاړ آن تر څوکۍ ورسېده،کله چي کښېناسته نظر یې پر خپل ملګري ملامحمدفاضل ولګېده چي له ها خوا راروان دئ،نو دپوره تیارسۍ سره سره یې هغه ته ځای پرېښود، ملامحمدفاضل اخند په کراتو منع کړ او ټینکار یې وکړ چي خپله همالته کښیني ولي ښاغلي خیرخواه یوه هم نه ومنله او شاته لاړ،هلته یې ملافاضل کښېناوه.
دا دواړه واقعات که څه هم په ښکاره څه خاص انګېزه نه صادروي خو دنظر خاوندان له دې څخه ډېر څه حاصلوي،داسلامي امارت خپل منځي اعتماد،مینه او محبت،دیو بل احترام هغه څه دي چي ددې صف دکامیابۍ راز څرګندوي،دا ټول هغه څه دي چي ددښمن پر ضد ددوی یو والی،اتحاد او هم ږغي ثابتوي،دا ټول هغه څه دي چي نړیوال اسلامي تحریکونه یې باید دځان لپاره دمشعل لپاره په توګه خپل کړي او ددوی څخه یې زده کړي،دا هرڅه به دتاریخ په پاڼو کي په زرینو کرښو درج کیږي ان شاء الله.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button