طالبان وایي زابل کې یې څوارلس پولیس ژوندي نیولي

عزم(شنبه، ۳۰ کب ۱۳۹۹): بیګا شپه د زابل شاه جوی ولسوالۍ کې څوارلس پولیس طالبانو ژوندي نیولي، ګڼ شمیر وسلې او مهات هم لاسته ورغلي دي.

طالب ویاند قاري یوسف ویلي چې تیره شپه یې د شاه جوی ولسوالۍ بازار ته څیرمه یوه پوسته کې څوارلس پولیس نیولي، ۱۵ میله وسلې او ګڼ شمیر مهمات هم لاسته ورغلي.

طلوع نیوز د یوې امنیتي سرچینې له قوله بیا ویلي چې شاه جوی ولسوالۍ کې ۹ تنه پولیس طالبانو ته له وسلو او مهماتو سره ورغلي دي.

دغې سرچینې د پنځو نورو پولیسو په اړه هیڅ نه دي ویلي او نه لا هم د زابل چارواکو په رسمي توګه د دغې پیښې په اړه جزئیات ورکړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button