رویټرز: اشرف غني د ترکیې ناستې ته، د ټاکنو له لارې د واک د انتقال طرحه وړاندې کوي

عزم(سه شنبه، ۳، وری۱۴۰۰): رویټرز خبري اژانس په ارګ کې د څو سرچینو په حواله ویلي، چې اشرف غني او ډله یې په هیڅ ډول مؤقتې ادارې ته د واک انتقال ته چمتو نه دي او غواړي د ترکیې په کنفرانس کې د ټاکنو له لارې د واک د انتقال طرحه وړاندې کړي.
آژانس ویلي، دا طرحه د امریکا د طرحې په مقابل کې جوړه شوې او وړاندیز کوي چې که د طالبانو لخوا “انعطاف” موجود وي په راتلونکو ۶میاشتو کې به د ولسمشریزو ټولټاکنو پروسه ترسره او واک به په دیموکراتیک ډول خپل ځای ناستي ته انتقال کړي.

د جمهوري ریاست یوه جګپوړي چارواکي رویټرز ته ویلي، که طالبان له اوربند سره جوړجاړی کوي، مونږ د بیړنیو انتخاباتو دایریدو ته چې ۶ میاشتو کې به ترسره شي چمتو یو.
دغه طرحه کې له ملګرو ملتونو هم غوښتنه شوې چې باید د احتمالي ټاکنو نظارت ته چمتو اوسي.
رویټرز ویلي چې غني خپله تګلاره له خلیلزاد سره هم شریکه کړې، په داسې حال کې چې امریکا د نوي مؤقت حکومت پلوي ده.
ددوحې د تړون پر اساس، ټاکل شوې ده چې تر راتلونکې مې میاشتې پورې ټول بهرني عسکر له افغانستانه ووځي، خو د اشرف غني طرحه داجوتوي چې نوموړی غواړي د بهرنیانو د پوځي حضور غځولو لپاره نورې پلمې هم ایجاد کړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button