د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د روسیې سفیر احضار کړی

عزم(سه شنبه، ۳ وری ۱۳۹۹): د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د روسیې سفیر یرخوف د سوریې ادلب ښار کې چې د جګړې پر کموالي موافقه شوې وه خو اوس د جګړې د زیاتوالي له امله نوموړی احضار کړ.

ترکي رسنۍ وایي چې یرخوف د بهرنیو چارو وزارت ته احضار شو او د جګړو د زیاتوالي خبرداری ورکړل شو او ورته و.ویل شوی، هغو سیمو کې چې نظامیان حضور نه لري بریدونه ترسره شوي چې دا به پر اوربند یا د جګړې بر کموالي اثر وکړي.

د ترکیې دفاع وزارت روسیه په هغه بریدونو کې ملامته بولي چې یو پارکنګ او ځینو نورو سیمو کې رامنځته شوي او له لسو زیاتو کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button