جوبایډن: له افغانستانه د نه راوتلو پوښتنه دې نه کیږي؛ خامخا راووځو

عزم(جمعه، ۶، وری۱۴۰۰): د امریکا ولسمشر جوبایډن تیره ورځ په خپل لومړي خبري کنفرانس کې رسنیو ته د خپلې ادارې د کورني او بهرني سیاست په هکله مالومات ورکړل چې ترڅنګ یې په افغانستان کې د خپل پوځي حضور په هکله هم څرګندونې وکړې.
جوبایډن د “کین” په نامه د یوه خبریال دې پوښتنې ته چې “آیا تاسو له افغانستانه د مې میاشتې پر اوله نېټه خپل ځواکونه راوباسئ ؟”، په ځواب کې وویل: «دا به ډېره سخته وي چي د مې میاشتې پر لومړۍ راووزو، موږ هلته پاته کیدل نه غواړو او راوزو به»
نوموړي زیاته کړه «اوس دا پوښتنه باید ونه شي چې مونږ له افغانستان وځو کنه؛ دا باید وویل شي، چې کله وځو.»

بایډن وویل چې فکر نه کوي راتلونکی کال دوی افغانستان کې کوم عسکر ولري.
نوموړي د مې تر لومړۍ نیټې د بهرنیو پوځیانو په وتلو کې د ممکنه ځنډ لامل “تخنیکي ستونزې” یادې کړې او زیاته یې کړه چې په هکله یې د ناټو له شریکانو سره اړیکه کې دي.
امریکایي ولسمشر ټینګار وکړ چې موږ هلته”افغانستان” کې پاته کیدل نه غواړو او خامخا به راوزوو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: