فنلنډ د کرونا پر مهال د نړۍ تر ټولو خوشحاله او زیمبابوۍ خفه هېوادونه وو

عزم(شنبه، ۷، وری۱۴۰۰): که څه هم د کرونا مرګونې وبا تر ډېره پرمختللي او مخ پر ودې هېوادونه له هغې ډلې (امریکا، هند، برازیل، انګلستان، چین، ایران، فرانسه، ایټالیا، جرمني او..) هېوادونه سخت ځپلي؛ خو زیات مالي زیان یې غریبو او بې وزلو هېوادونو ته اوښتی دی.
ملګرو ملتونو په یو تازه راپور کې چې دې وروستیو کې خپور شوی فنلنډ د نړۍ تر ټولو خوشحاله او زیمبابوۍ بېا خفه هېوادونه بللي دي.
دغه راپور چې د کرونا پر مهال د ګالوپ نړیوال سازمان د درې کلنۍ نتیجې پر اساس له خلکو سره د شویو مرکو، سرویو ګانو او پوښتنو پر اساس جوړ شوی؛ افغانستان یې هم هغه هېواد ګڼلی چې وګړي یې ډیر خوشحاله نه دي.
ویل شوي چې د ګالوپ په راپور کې د نړۍ د شاوخوا ۱۵۰ هېوادونو له وګړیو نه د خپلو هېوادونو او حکومتونو په اړه د رضایت پوښتنه شوې ده.
ګالوپ خلک د وګړیو د ازادي، په حکومتونو کې اداري فساد، سوداګري، د هر وګړي پر سر ناخالص عایداتو او د عمر منځنۍ کچې په اړه هم معلومات اخیستل شوي، چې له مخې یې فنلنډ د نړۍ تر ټولو زیات خوشحاله او بېا ډنمارک، سویس، ایسلنډ، هالنډ، ناروې، سوېډن، لوکزامبورګ او نیوزیلنډ یو پر بل پسې خوښ هېوادونه ګڼل شوي دي.
خو افغانستان، روانډا او زیمبابوی بېا یو پر بل پسې خفه او هغه هېوادونه ګڼل شوي چې له حکومتونو یې خلک خوشحاله نه دي او یا لږ تر لږه د وګړیو له پاره پکې خدمات د منلو وړ نه دي.
باید وویل شي چې ګالوپ هر کال په ۱۴۹ هېوادونو کې له وګړیو نه د حکومتونو د رضایت او ناخوښۍ په اړه څېړنه کوي.
تېر کال نیوزلینډ د نړۍ تر ټولو خوښ هېواد و.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button