چنايي نوبیا کمپنۍ ۱۸ جي بي ریم درلودونکی موبایل بازار ته وړاندې کړ

په چین کې له هواوي او شیاومي وروسته د ځیرکو موبایلونو جوړونکي ستر شرکت «نوبېا» د نړۍ تر ټولو ستر ریم لرونکی موبایل بازار ته وړاندې کړ، چې زیات او چټک سرعت لري.
یاد شرکت د S لړۍ دوه نوي موبایلونه Red Magic 6 او Red Magic 6 pro بازار ته وړاندې کړي، چې د ۱۸ جي بي ریم درلودونکي دي او د هر ډول ګیمونو له پاره ښه کارېدلی شي.
دواړو موبایلونه له ۶.۸ انچه فل اېچ ډي (لوړ کیفیته) ډیسپلې نه برخمن دي.
د اېس سیریز دواړو موبایلونو ته فنګرپرنټ (د ګوتې په وسیله د کارېدنې او خلاصون) سکېنرونه ورکړل شوي او اپریټنګ سیستم او وروستی ورژن یې اینډرایډ ۱۱ دی؛ خو پراسیسر یې بېا سنیپ ډراګون ۸۸۸ دی.
ریډ میجک ۶ له ۸ ــ ۱۲ جي بي پورې ریم او له ۱۲۸ نه تر ۲۵۶ جي بي پورې سټوریج (حافظه) لري، چې مخې ته یوه او شا ته د ۶۴ میګاپکسل طاقت لرونکو ۳ کیمرو سیټ ورکړل شوی دی.
بل لور ته ریډ میجک ۶ پرو موبایل بېا ۱۸ جي بي ریم، ۵۱۲ جي بي حافظه، ۱۱ اپریټنګ سیستم، ۸۸۸ سنیپ ډراګون پراسیسر او ۶۴ میګاپکسل ۳ کیمرې لري.
نوبېا شرکت ویلي، چې دواړه موبایلونه په پنځو ورژنونو کې بازار ته وړاندې شوي، چې قیمتونه یې په ترتیب سره ۴۳۹۹، ۴۷۹۹، ۵۲۹۹، ۵۵۹۹ او ۶۵۹۹ یوان (چنايي پیسې) ټاکل شوې دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button