د افغانستان د دفاع وزارت: طالبان دې د بهرنیانو پرضد یوځل بیا جګړه نه پیلوي

عزم(شنبه،۷، وری۱۴۰۰): وروسته تر هغه چې طالبانو ګواښ وکړ چې که بهرني ځواکونه په خپل ټاکلي وخت له افغانستانه ونه وځي، پرضد به یې یوځل بیا وسلواله مبارزه پیل کړي او مسؤلیت به یې بیا د امریکایي لوري پر غاړه وي؛ تازه د کابل حکومت د ملي دفاع وزارت د طالبانو دا اعلان مایوسه کوونکی بللی دی.

د دغه وزارت ویاند فواد امان ازادي راډیو ته ویلي، چې طالبان باید د بهرنیوپوځونو پرضد یوځل بیا جګړې پیل نه کړي، ځکه چې په وینا یې «د طالبانو د جګړې دوام او زیاتوالی؛ پرته له دې چې د افغانستان خلکو ته زیان واړوي، د افغانستان تأسیسات ویجاړ کړي او افغانستان شا ته بوځي، بله هېڅ ګټه نه لري.»

په داسې حال کې چې افغان چارواکی تل طالبان ملامتوي چې ګواکې د بهرنیانو پرضد یې جګړه بس کړې او یواځې خپل افغانان یې هدف ګرځولي؛ خو د دفاع وزارت ویاند په خپل نوي پیغام کې ټینګار کړی چې «طالبان له پوځي لارې او د جګړې په وسیله خپل هدف ته نه شي رسېدای، دوی باید د افغانستان د خلکو غوښتنو ته غاړه کښېږدي، جګړې کمې کړي او له سوله ییزو لارو دې خپلې غوښتنې مطرح کړي.»

په همدې حال کې د ارګ د چارو ادارې د مطبوعاتي برخې مشر خوشال خلیل وایي چې د طالبانو لخوا د بهرنیوځواکونو پر ضد د جګړو بیا پیل به افغانان سخت متأثره کړي او په کار ده چې هغوی له فرصتونو ګټه واخلي.

د یادونې وړ ده چې طالبانو په خپله پرونۍ اعلامیه کې خبرداری ورکړی وه چې باید د افغانستان د خلکو اراده او جدیت نور ونه آزمویل شي اودجګړې دپای رسیدو لپاره له تعقل او منطق څخه کار واخیستل شي.«افغانستان د افغانانو کور دی، دلته د هرډول نظام جوړول د دې ملت د وګړو حق دی، هيڅوک له بهرڅخه کوم ډول نظام او سیستم نشي پرې تحمیل کولای اونه هم څوک دا حق لري»

د طالبانو دا ګواښ وروسته تر هغه راځي چې وړمه ورځ امریکایي ولسمشر “جوبایډن” په خپلو څرګندونو کې وویل چې د دوحې د تړون له مخې د “مې” ترمیاشتې پورې د ټولو ځواکونو ایستل ممکن دي، خو ستونزمنه ده.
نوموړي ټینګار وکړ چې افغانستان کې اوږدمهاله پاتې کیدل نه غواړي او تر راتلونکي کال پورې به یې هیڅ عسکر افغانستان کې شتون ونه لري.
له دې سره همهاله جرمني اعلان وکړ چې افغانستان کې یې د خپلو ځواکونو موده تر ۱۰میاشتو تمدید کړې ده.
بل پلو بیا د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف خبرداری ورکړی دی چې له افغانستانه په ټاکلي وخت د امریکايي پوځیانو په وتلو کې ځنډ د افغانانو ترمنځ پر جوړجاړي منفي اغېز لرلی شي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button