کابل ښاروالي: د ګڼه‌ګوڼې د کمونې په موخه ۲۰۰ نور بسونه به هم فعالیت پیل کړي

عزم(شنبه، ۰۷، وری ۱۴۰۰): د کابل ښاروالي وايي، له تېرې ورځې راهیسې په دغه ښار کې یوازې ۵ ښاري بسونو په ازمایښتي ډول فعالیت پیل کړی او په پام کې لري چې ۲۰۰ ښاري بسونه نور هم فعالیت پیل کړي، چې د ښار په کچه به په ۱۶ مسیرونو کې تګ راتګ کوي.

د کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی وايي، په لومړي ځل د کارته نو ـ احمدشاه بابا مېنې پر مسیر دغه بسونو فعالیت پیل کړی او په نږدې راتلونکي کې به د دغو بسونو شمېر ۲۰۰ ته ورسېږي. «یاد بسونه د امریکا د پېژندل شوي شرکت ای سي بي تولید دی چې په معیاري توګه به کرایه اخلي او په یو ځل د ۴۰ مسافرو د لېږد وړتیا لري. له یادو بسونو څخه به په ګټې اخیستنې په ترافیکي جریان کې غوره بدلون راشي او د دې سربېره به په اقتصادي برخه کې غوره تمام شي او ښاریانو ته به د لېږد را لېږد په برخه کې اسانتیاوې برابرې شي.»

د سلطانزوی په خبره، د یادو بسونو ساتنه چې ملي شتمني ګڼل کېږي د ټولو ښاریانو دنده ده . اړینه ده په برخه کې هر څوک خپله ملي او ښاري دنده ادا کړي او ټولنیز چلند پکې په پام کې ونیول شي. یاد بسونه به د ۵ ترمینلونو او ۲۶۴ تم ځایونو په لارې په بېلابېلو لورو کې فعالیت کوي، څو د ښاري نظم راتک سربېره غوره ټولنیزې او اقتصادي اسانتیاوې رامنځته کړي.

د کابل ښاریان هم وايي، په دغه ښار کې د ترافیکي ګڼه ګوڼې له امله د څو دقیقو مزل په ساعتونو کې کوي، چې ورسره به د ګڼه ګوڼې کچه یوه اندازه کمه شي.

له دې وړاندې حکومت په کابل کې د مېټرو بس د جوړولو ژمنه کړې وه، خو اوس د کابل ښاروالۍ د عامو خلکو د تګ راتګ لپاره بسونه چمتو کړي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button