هندوستان: د بسکټو په غلا کولو ۱۰ کلنه انجلۍ وژل شوې

عزم (یکشنبه، ۸، وری۱۴۰۰): هندۍ رسنۍ لیکي، چې یاد هېواد کې یو هټیوال د بسکټو په غلا کولو ۱۰ کلنه انجلۍ وژلې ده.
د هندوستان kr news ورځپاڼې چې زیاتره خپرونې یې د کرناټکه ایالت له پاره وي؛ لیکلي، چې دغه پېښه د تېره اونۍ رامنځته شوې.
د کې ار د خبر له مخې: د کرناټکه ایالت د حویوري سیمې یو تن دوکاندار وروسته له هغه ماشوم وواژه، چې د هغه له دوکان یې بسکټ غلا کړل.
خبر زیاتوي: «ماشومې له هټۍ بسکټ غلا کړل؛ نو هټیوال هغه ونیوله او په پوره بې دردۍ یې وډبوله. د ماشومې مور له هټیواله د رحم غوښتنه وکړه؛ خو هټیوال یې په ځواب کې له هغې پیسې وغوښتې او ماشومه یې تر ماښامه په خپل دوکان کې زنداني کړه.»
په خبر کې وړاندې راغلي: کله چې ماښام مهال د ماشومې مور هټیوال ته پیسې راوړې؛ ګوري چې ماشومه د زیاتو وهلو له امله بې هوښه ده.
کله چې پولیس په پېښه خبر شوي ماشومه یې سیمه ییز روغتون ته وړې او د پېښې څېړنه یې پیل کړې؛ خو روغتون ته تر رسېدلو وړاندې ماشومه مړه شوې ده.
په ورته وخت کې ار نیوز ویلي، چې ځايي خلکو د یاد ظالم دوکاندار دوکان سوځولی او له حکومته یې غوښتي، چې نوموړي ته له سختې نه سخته سزا ورکړي.
باید وویل شي چې د هند په وروسته پاتې سیمو کې ډیر کله داسې پېښې ثبتیږي او په ګڼو کلیو او بانډو کې په ډېرو کمو پیسو خلک یو بل وژني.
په یاد هېواد کې هر کال د سرحدي جګړو او جنګونو له امله په اوسط ډول ۳۵۰۰ تنه مري؛ خو جنايي پېښو کې وژل شوي بېا د دې شمېر دری چنده (۱۰۵۰۰) دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button