خوست: د طالبانو تر توغندوییز برید وروسته؛ ګډوځواکونو د ملکي خلکو کورونه په ډیسي توپونو ویشتلي

عزم(چهارشنبه، ۱۱ وری۱۴۰۰):وروسته تر هغه چې طالبانو د خوست په زاړه هوایي ډګر کې د ځانګړو ضربتي قواوو پر مرکز توغندوییز برید ترسره کړ، تازه سیمه ییزو سرچینو خبر ورکړی چې ضربتیانو د دې برید په غبرګون کې د خلکو پر کورونو د ډیسي توپونو ترسره بریدونه کړي دي.

منابع وایي، د طالبانو تر برید شیبه وروسته، ضربتي ملیشو غبرګون ښوودلی او د خلکو کورونه یې نښه ګرځولي چې څو کورونه یې ویجاړ او څو ماشومان یې هم ټپیان کړي دي.
په لومړیو کې ځینو دولت پلوه رسنیو خبر ورکړ، چې ګواکې ملکي کورونه د طالبانو د توغندوییزو بریدونو په ترڅ کې لمنځه تللي، خو اوس د سیمې خلک یاده ادعا ردوي او یاد کار د کمپاین «kpf»ځواکونو لخوا ترسره شوی بولي.

ځینې سرچینې دا هم وایي چې لږ تر لږه د طالبانو یو توغندی هم له خپل هدف څخه خطاء او په غیر نظامي سیمه کې لویدلی، خو کوم تلفات نه لري.

طالبانو وروسته تر هغه د ځانګړو قراردادي ملیشو مرکز هدف وګرځاوو چې، څو ورځې وړاندې یادو ملیشو د صبریو ولسوالۍ کې پر ملکي وګړو خونړی برید ترسره او بې ساري زیانونه یې ور واړول.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button