ملي امنیت په خوست کې وژل شوي ملکی وګړي او ماشومان د حقاني شبکې ‘مهم غړي’ وبلل

عزم(چهارشنبه، ۱۱ وری۱۴۰۰): وروسته تر هغه چې څو ورځې وړاندې د خوست ولایت په صبریو ولسوالۍ کې د کمپاین «kpf»په نامه ځانګړو ځواکونو د امریکایانو په ملتیا، پر ملکي میشت ځایونو عملیات ترسره او د څو ورځو خونړیو بریدونو په ترڅ کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون نږدې ۲۰ تنه ملکي وګړي شهیدان او ګڼ نور ټپیان کړل؛ تازه یې په هکله د ملي امنیت عمومي ریاست په یوه اعلامیه کې دغه عملیات توجیه کړي او وژل شوي کسان یې ټول مهم طالب مشران یاد کړي دي.

ملي امنیت ویلي، چې د خوست د صبریو، ځاځي میدان او باک ولسوالیو د خلکو په غوښتنه یې د مکتب بازار، زمبر، میرشاه چینه او توده کلیو کې د طالبانو پر ضد عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د “حقاني شبکې ۱۷ غړي” وژل شوي دي.

دغه ریاست په عملیاتو کې د یوې مور او یوه ماشوم د وژنې پخلی هم کړی خو زیاته کړې یې ده چې طالبانو غوښتل د یادې مور او د هغې د ماشوم په وسیله یو کړۍ ماین ولېږدوي، چې ماین پرې چاودنه کړې او یادې مور او ماشوم دواړه ځای پر ځای شهیدان شوي دي.

خو د یادو قربانیانو د کورنۍ مشر او غړو یې په جلا جلا پیغامونو کې ویلي چې د دغې مور او ماشوم په ګډون یې د کورنۍ څوتنه د دولتي ملیشو لخوا په نښه ګرځول شوي دي.

ملي امنیت داسې مهال په یادو عملیاتو کې د ملکیانو مرګ ژوبله توجیه کوي، چې تیره ورځ یې طالبانو په خپل لومړي غچ کې د خوست پر زاړه هوایي ډګر، چې د ضربتي ملیشو عمومي مرکز هم په کې پروت ده، ګڼ توغندوییز بریدونه ترسره او د مسؤلیت منلو ترڅنګ یې ادعا وکړه چې دغو ځواکونو ته یې درانه مالي او ځاني زیانونه ور اړولي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button