طالبان– خپلو نظامیانو ته: څنګه چې مناسب بولی له خپل ولس او خلکو دفاع وکړئ

 

عزم(یکشنبه، ۱۵ وری ۱۴۰۰): طالبانو د کورنیو خواکونو له لوري د بهرنیانو په ملتیا وروستیو عملیاتو ته په غبرګون پر خپلو نظاميانو غږ کړی چې څنګه مناسب بولي د عملیاتو جواب دې و وایي.

طالبانو په یوې اعلامیې کې ویلي چې کورنیو خواکونو د بهرنیانو په هوایي ملاتړ سره په کندهار ، بدخشان او يو شمير نورو ولایتونو کې تازه عملیات پیل کړي چې دوی ته د منلو نه دي.

اعلامیه کې راغلي چې په دا وروستیو کې د هیواد په ګڼو ولایتونو کې د کورنیو ځواکونو لخوا د بهرنیانو په مخامخ هوايي او استخباراتي ملاتړ عملیات پیل شوي چې د عامو خلکو ګڼ کورونه او کلي يې وران کړي دي.

طالبانو ویلي ”د دښمن الوتکې د کندهار په ارغنداب او د بدخشان ولایت په نسی درواز ولسوالیو کې د مجاهدینو او ولس په ضد له هوا څخه بمبارونه کوي، همدې ته ورته څو ورځې وړاندې د خوست په صبریو، د ننګرهار او هلمند په ولایتونو کې هم ګڼ بمبارونه او بریدونه شوي چې ټول د اسلامي امارت سره د امریکا د کړې توافقنامې څخه بربنډه سرغړونه ده.
د افغانستان اسلامي امارت د نظامي چارو کمیسیون ته هدايت کوي، که چیرې ياد ټول عملیات متوقف نشي د خپل ځان او ولس څخه د دفاع لپاره څرنګه چې مناسب ګڼي اقدام وکړي.“

اعلامیه کې طالبانو د تیر په څیر بیا هم د راتلونکي هر ډول پيښې مسئولیت د مقابل لوري پر غاړه اچولی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button