چین د افغان سولې له روان بهیر د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړی

عزم(دوشنبه، ۱۶، وری ۱۴۰۰): په کابل کې د چین سفیر وانګ یو د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر سره په لیدنه کې ډاډ ورکړی، چې هېواد یې د افغان سولې له روان بهیر بشپړ ملاتړ کوي.

له بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، حنیف اتمر د چین له سفیر سره د ترکیې په راتلونکې ناسته هم خبرې کړي دي.

د خبرپاڼې له مخې، د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د سولې بهیر او د اقتصادي او امنیتي اړیکو د پراختیا په ګډون، په بېلابېلو برخو کې د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو پراخولو او همکاریو لپاره له چین د مرستې غوښتنه کړې ده.

اتمر ویلي، د افغان سولې د خبرو اترو د بریا لپاره باید سیمه‌ییزه اجماع رامنځته شي او په دې برخه کې د چین ونډه مهمه ده. «د چین سفیر بهرنیو چارو وزیر ته  د سولې له بهیر څخه د خپل هېواد د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړ. دواړو لورو د ترکیې کې د افغان سولې د کېدونکې غونډې د اجنډا، د برخه والو ترکیب او د دې مهمې غونډې څخه د افغانانو او نړیوالې ټولنې توقعاتو په اړه خبرې وکړې.»

له بهرنیو چارو وزارت څخه په یوې بلې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې محمد حنیف اتمر په کابل کې د ترکیې له سفیر اوغوزخان ارطغرل سره هم لیدلي دي او د ترکیې په راتلونکې غونډه یې ورسره بحث کړی دی. «دواړو لورو په ترکیه کې د سولې خبرو راتلونکي پړاو لپاره د چمتووالي په اړه، د غونډې نېټې او اجنډا، د پلاوي ترکیب، د نړیوالې ټولنې څخه ګډونوالو او د ترکیې له غونډې څخه د توقعاتو په اړه خبرې وکړې. په دې برخه کې د همغږۍ غونډو ته دوام ورکولو پرېکړه هم وشوه.»

ټاکل شوې وه، چې د ترکیې غونډه د روانې میاشتې په ۹نېټه ترسره شوې وی؛ خو پرون یو شمېر رسنیو وویل چې د ترکیې راتلونکې ناسته د روانې اپرېل میاشتې په ۱۶مه نېټه ترسره کېږي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button