فرانسه کې د اورګاډي چپه کېدو ۲۱ کسانو ته مرګ ژوبله اړه ولې

پېښه د فرانسې ختیځ د پارس او سټراسبورګ ترمنځ پر نوې پټلۍ د آزمیښتي سفر پر مهال رامنځ ته شوې ده .

اورګاډی په تیز رفتار کې له پټلۍ کوږ شوی چې لږترلږه ۱۰ کسان پکې وژل شوي دي ، او ۱۱ سخت ټپیان شوي دي .

اورګاډی له چپه کیدو روسته اوبو ته لویدلی ، چارواکو د اورګاډي تیز رفتار د کږیدو لامل ښودلی دی .

په اورګاډي کې ۴۹ مسلکي کسان سپاره وو، چې له کږېدو سره سم یې اور اخیستی .

خبر وایي ، راتلونکی کال د پاریس  سټراسبورګ ترمنځ د اورګاډي دغه نوې پټلۍ پرانیستله شي .

د فرانسې خبري رسنۍ ویلي ، د پېښې ځای ته د ترانسپورت وزیر الان ویدالیس او د چاپېریال وزیره سیګولان رویال ورغلي دي

اصف افغان

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: