بلاله! آذان وکړه سپېدې وچاودې سهار شو/ محمد مهاجر

 

بس رابه شي نور ورکه ازادۍ زموږ تر کلي
شي بيرته را ستنې به توتکۍ زموږ تر کلي

بلاله! آذان وکړه سپېدې وچاودې سهار شو
راغلي تور پاجونه او پګړۍ زموږ تر کلي

په وچو وچو شونډوبه خوره دنازمسکا کړي
راغلې دي هم سپينې ډېوه ګۍ زموږ تر کلي

دفتحو زيري ښکاري د اُفق سپینه لمن کې
را درومي د غزلو شاپېرۍ زموږ تر کلي

بیرغ د ازادۍ چې په پامیر وهې وزرې
راځي به، ننواتې بيا نړۍ زموږ تر کلي

سيالي که وګټله سپين کابل سپينې ماڼۍنه
تېريږي په نڅا سپينه سپوږمۍ زموږ تر کلي

له دې پوري سره غره نه يې، مُحَمَّدٌ مهاجِره!!
اوس هر سهار راځي غږ د شپيلۍ زموږ تر کلي

محمد مهاجر

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: