خاطره: چیپټري مخلوق

د دولسم ټولګي د وروستیو (کلنیو) ازموینو د پښتو امتحان و؛ نو د پښتو مضمون ښوونکي مو څلور ځوابه پوښتنه راوړې وه، چې: «له لاندې کومو کتابونو عبدالحمید مومند یو پښتو ته په منظومه بڼه ژباړلی دی»:
۱: نیرنګ عشق ۲: شاه او ګدا ۳: افغانۍ انجلۍ ۴۳: خیرالبیان
ما ورته وویل: استاذ! د دې سوال ځواب کړۍ له کوم یو تاوه کړو؛ دا خو دوه جزه سم دي.
هغه وویل: ستا خوښه؟!
کله چې ما له شاه او ګدا تاوه کړه، استاذ وویل: غلط ځواب دې لیکلی صحیح ځواب نیرنګ عشق ده.
ما قناعت ونکړ؛ خو استاذ د ازموینې له صحنې وویستلم. په صبا مې د پښتو د زوړ نصاب اخباري چاپ کتاب ورپسې وروړ؛ په غټو غټو یې پکې لیکلي و،، چې نیرنګ عشق د مولانا محمد اکرم غنیمت او شاه او ګدا د هلالي چغتايي کتابونه دي، چې دواړه په منظومه بڼه ژباړل شوي؛ خو استاذ ویل: نوی نصاب راوړه! ژر ژر مې ولاحوله ولاقوة له ځانه سره تکرار کړل او په صبا مې د پښتو د نوي نصاب کتاب ورپسې وروړ؛ خو زما یاد چیپټري استاذ بیا هم قانع نشو؛ ویل یې: شاه او ګدا چې دی د نیرنګ عشق پښتو نوم دی. ما سر ته ټک ورکړ، ومې ویل: استاذ ته شاه او ګدا ته وګوره چې د پښتو د اتو اصلي تورو کوم توری پکې وینې؟
دلته مې وزغمله او د استاذ عزت مې د شاګردانو په مخکې ورخراب نکړ. په بله اونۍ کې د تاریخ امتحان و. ممتحن ښوونکي یې زده کړې په لاهور کې کړې وې. د درس پر مهال به یې هم هر څه له لاهور سره مقایسه کول، چې زما به په سر ورته درد شو. سوال یې راوستی و: احمد شاه بابا په څو کلنۍ کې مړ شو؟
۱: ۵۰ کلنۍ ۲: ۶۳ کلنۍ ۳: ۴۹ کلنۍ او که ۵۱ کلنۍ کې.
ما ورته ۵۱ کاله ولیکل.
هغه وویل: خالده په رقابت کې هم یې او بیا دې هم سوال غلط کړی؟
ما وویل: کوم یو؟
هغه وویل: احمدشاه بابا په ۵۰ کلنۍ کې مړ شوی او تا له ۵۱ کلنۍ کرښه تاوه کړې.
ما وویل: نه استاذ هغه په ۵۱ کلنۍ وفات شوی.
ده ژر د تاریخ کتاب را واخیسته، چې څه باندې ۵۰ کاله یې پکې لیکلي و.
ما په بله ورځ د افغانستان لنډ تاریخ چې لوی استاذ عبدالحی حبیبي لیکلی او ښاغلي عبدالرؤف بینوا ژباړلی ورپسې وروړ.
مګر هغه ویل: په کتاب کې یې ۵۰ لیکلی.
کړه مې: استاذ د نصاب کتاب په وروستیو کې د ماخذونو پاڼه وګوره؛ نو و به مومې چې دغه موضوع یې د افغانستان له لنډ تاریخ را اخیستې.
خو قران ده چې په استاذ یې څوک ومني.
بس له هغې ورځې پو شوم، چې دې چیپټریانو پسې که لاړې ورځ دې غرقه ده؛ ښه دا ده، چې خپله مطالعه وکړې. په همغه ورځ مې د نصاب کتاب ته شا کړه او د نورو لیکوالانو د څيړنیزو کتابونو مطالعه مې پيل کړه.
خالد مشال

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button