اېل جي شرکت د ځېرکو موبایلونو تولیدات بند کړل

عزم (جمعه، ۲۰ وری، ۱۴۰۰): د ځیرکو او عامو موبایلونو، بیټریو او ګڼو نورو الکترونیکي وسایلو جوړونکي شرکت «اېل جي» د موبایل جوړونې په برخه کې د خپل کاروبار ختمولو اعلان وکړ.
د رسنیو د راپورونو پر اساس: یاد شرکت چې له تېرو ۶ مسلسلو کلونو راهیسې له سختو تاوانونو سره مخ دی، بالاخره مجبور شو، چې د موبایل جوړونې بزنس ته د پای ټکی کیږدي.
د څارنې بنسټونو ویلي: LG کمپنۍ دغه اعلان ځکه کړی، چې د سامسنګ، هواوي، میټرولا، اوپو او شیاومي په څير مشهورو کمپنیو د اېل جي کاروبار په ټپه درولی و او د یادې کمپنۍ تولیداتو خپل بازار له لاسه ورکړی وو.
د شرکت مشرانو ویلي: له دې وروسته به دوی ټوله پاملرنه په کورونو کې د کارېدونکو الکترونیکي توکو تولید ته واړوي او د موبایلونو تولیدات به ودروي.
ویلوټ او ونګ هغه دوه ځېرک موبایلونه و، چې په ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ کلونو کې اېل جي شرکت ترې د ښه بازار تمې لرلې؛ خو دواړو موبایلونو کومه کامیابي ترلاسه نه کړه.
باید وویل شي چې له اېل جي وړاندې څو ځله نوکیا او بلک بیري هم د مالي مشکلاتو او خراب بازار له امله د ځېرکو موبایلونو تولیدات بند کړي وو.
هېره دې نه وي چې اېل جي د موبایل جوړونې له مشهورو کمپنیو څخه یوه وه.
کله چې په ۲۰۰۷ کال کې د اېپل شرکت لومړنی ائفون موبایل بازار ته وړاندې کړ؛ نو اېل جي، نوکیا، میټرولا، سامسنګ او سوني ایریکسن د موبایل جوړولو ۵ سترې کمپنۍ وې؛ خو اوس له سامسنګ پرته ۴ واړه کمپنۍ له مقامه غورځېدلې دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button