هغه لومړنی مسلمان چې په خلاء کې یې روژه ونیوله

کله مو فکر کړی چې د ځمکې له کرې بهر خلک به روژه څنګه نیسي؟
په نړۍ کې میلیونونه مسلمان وګړي د رمضان میاشتې په راتګ سره د ځمکې پر مخ روژه نیسي؛ خو تاسو خبر یئ، چې ډېر پخوا مسلمانان خلا (فضا) ته هم ختلي وو؛ نو هلته به یې روژه نیولې وي که نه؟ او که روژه یې نیولې وي؛ نو پېشلمی (پېشمنی) او روژه ماتی یې څنګه کول؟
شهزاده سلطان بن سلمان هغه لومړنی عرب و، چې په ۱۹۸۵ کال کې خلا ته د امریکا د اسپېس شټل ډسکوري له لارې په سفر ووت. په دې وخت کې د هغه روژه وه.
نوموړی، چې د سفر مهالوېش یې د روژې (رمضان) میاشتې له ۲۴ سره سمون خوړ؛ برابر شوی و؛ خو د همدې میاشتې تر ۲۹ نېټې پورې وځنډېده او بیا په داسې حال کې فضا ته په مصنوعي سپوږمکۍ کې پورته شو، چې روژه یې په خوله وه.
د 1405 هجري کال د همدې یادګاري سفر په اړه خپله شهزاده سلطان وايي: «په دې نه هېرېدونکي سفر کې مې تر ډېره د خوب پر ځای د قران کریم تلاوت کاوو او په ۶ ساعتونو کې مې د مخلوقاتو د ستر کتاب ختم وکړ».
ده زیاته کړه: په کوم وخت کې چې مونږ فضا (سپېس) ته د ختلو روزنه ترلاسه کوله، سخته ګرمي وه او مونږ یې له ډیرې تندې سره مخ کړي و؛ ما د روژې نیولو په اړه له دیني عالم شیخ عبدالعزیز بن باز سره مشوره وکړه. هغه راته وویل: ته د ټاکلي وخت او له کوم ځایه چې پرواز کوې د هغه ځای مطابق روژه ونیسه. نو ما هم د یاد عالم مشوره عملي کړه. د ۲۹ مې روژې پر مهال زه د امریکا په فلوریډا ایالت کې وم؛ نو پېشلمی مې هلته وکړ او بیا مې په فلوریډا کې د لمر غورځېدلو د وخت مطابق روژه په فضا کې ماته کړه.
شهزاده څرګندوي: «ډاکټرانو په فضا کې د روژې نیولو له امله زما پر روغتیا د رامنځته شویو تاثیراتو څارنه هم کوله؛ خو زه شکر تر ډیره روغ رمټ وم».
دی وايي: کله چې مونږ ۲۹ مه روژه پوره کړه؛ نو په رادیو کې مې له وړاندې اورېدلي و، چې سبا به اختر وي؛ خو ما په فضا کې سپوږمۍ و نه لیدله او په بل سبا سپوږمۍ را وختله، چې له امله یې ما حکومت ته خبر ورکړ او هماغه و، چې د سعودي عربستان حکومت هم ټول اسلامي امت ته د یوې روژې د کفارې اداء کولو امر وکړ.

ژباړه: خالد مشال

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button