رټل شوی عبادت

د کلي امام د جمعې لمانځه له خطبې وړاندې ویل چې ځینې خلک په لمانځه کې غلا کوي او د اسلام ستر پيغمبر رسول اکرم صلی الله علیه وسلم هغوی له غلو سره ورته ګڼلي دي. مطلب دا چې هغوی په لمانځه کې لټي کوي یا تېزوالي، رکوع نیمه نیمکله کوي، د دوو سجدو ترمنځ نه کیني او په لمانځه کې د کارغه غوندې غوټې وهي، دغه تن چې لمونځ خلاص کړي؛ نو لمونځ یې اسمانونو ته د نورو بنده ګانو په څير د قبلېدلو په خاطر وخیژي؛ خو هغه قبول نشي او ورټل شي، چې بیا همدغه لمونځ په بنده (لمونځ کوونکي) لعنت وايي.
فلک خان چې د ملا امام خبرې اورېدلی و؛ تر ماخوستن ناوخته سخت فکر نیولی ښکارېده، رانیږدې شو او ویې ویل: ملا صیب وویل چې په ۲ دقیقو کې ۴ رکعتونه مه کوئ، لمونځ مو نه قلبیږي؛ نو که داسې وي، بیا خو تراویح یا لمونځ نه دی یا یې مونږ له تېرو څو کلونو راهیسې د لمانځه په څير نه کوو.
ما وویل: پوه نشوم…؟
کړه یې: هر کال د روژې میاشتې له لومړۍ ورځې هر ماخوستن ۲۰ رکعته تراویح په ۱۵ دقیقو کې کوو؛ نو که حساب ته یې واړو؛ د ملا صیب په خبره چې دا لمونځ هم په دقیقه کې له یو رکعته زیات شو، ډیر وخت پرې نه دی نیول شوی نو ته وایه څنګه به قبول شوی وي.
ده وویل: یا خو خطیب صیب غلطه مسئله وکړ او یا خو د دې ټولو خلکو لمونځونه رټل شوي دي.
د فلک خان له خبرې سره د کلي د مشهور درویزګر خبره رایاده شوه چې خلکو ته به یې ویل: ستاسې لمونځونوته چې وګورم، ما ته د قبلېدلو وړ نه دي، نو هغه قهار ذات به یې څنګه قبول کړي، چې تاسې او ستاسې هر شته او عمل ته هیڅ حاجت نه لري.

سمسور

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button