وروستۍ ملاتړ غونډې د څه لپاره دي؟

خط اول:

له کله هم چې د اشغالګرو تر سیورې لاندې، په افغانانو باندې تحمیل شوي جمهوریت او د جمهوریت کارمندانو او خواخوږو، خپل جمهوریت په انزوا کې لیدلی او په دې پوهه شوي چې نور يې د جمهوریت مراندي شکېدونکي دي؛ نو ور سره جوخت يې د جمهوریت د ملاتړ په پار غولونکې هڅي پيل کړي او په دې سره هم افغان ملت، هم خپل ساتونکي او هم خپل نړیوالو ډونران غولوي او په دې سره دوی غواړي، په نړیوال بازار کې خپل ملاتړي پيدا او د ځان لپاره تبلیغاتي ځيره برابره کړي.
اوس مهال؛ په داسې حال کې چې د دوحې د تړون مطابق امریکا او متحدین يې باید له افغانستان څخه بهر او دلته د دوی په لاس د رامنځته شوي جمهوریت د کارمندانو ملاتړ ته د پای ټکی کېږدي، د جمهوریت سر لارو د دې لپاره چې دغه کسان د دوحې له تړون څخه منحرف، خپل ملاتړ ته لېواله او د افغان خاورې د اشغال دوام ته را وبولي، تازه يې په همدې موخه نوې غولونکې ډرامه پيل کړي.
څو ورځې وړاندې يې د کابل ښار حضوري چمن سیمه کې په کابل کې مېشت د جمهوریت مامورین او ښوونکي جبراً رابللي و، ترڅو د جمهوریت په ملاتړ غونډه کې ګډون وکړي او د دوی د دغې برنامې بڼه ور بدله کړي. د دغې غونډې سمبالونکو- په خاصه توګه د کابل والي چې ټولې برنامې د صالح په خوښه سمبالوي- ټولو هغه افرادو ته چې په غونډه کې د ګډون په موخه رابلل شوي و، له بلنلیک سره جوخت د ادارو مشرانو ته اخطار لیکونه هم لیږلي ول او ورته ویل شوي و چې که هر کس په غونډه کې ګډون ونه کړ، له دندې به ګوښه کېږي او…، چې په دې سره په یاده غونډه کې برخه اخیستونکو يې زیاترو د مجبوریت له مخې ګډون کړی و او دغې غونډې ته په زوره رابلل شوي و. دغه غونډه چې د صالح په اشاره د کابل والي رابللې وه، وینا وال يې هم هغه د اوسني جمهوریت برحاله مامورین او لوړ پوړي چارواکي و او هغوی د ولس په لباس کې د جمهوریت څخه د ملاتړ په پار  شعارونه ورکول او له جمهویت څخه د ملاتړ ټټر يې واهه.
د مخکينۍ غونډې په دوام يې نن ورځ یوه بله غونډه هم رابللي و او هغه بیا په ولسي جرګه(!) کې د کابل استازي امان الله ګذر له لوري جوړه شوي وه. په دې غونډه کې چې ولسمشر(!) او لومړي مرستیال يې ویناوې وکړې، هم له جمهوریت څخه د ملاتړ نغارې ووهل شوې او وینا وال يې یا هغه کسان و چې د جمهوریت لوړ پوړو چارواکو په کرایه راوستلي و او یا هم خپله د جمهوریت مامورین. دا غونډه بیا وروسته له هغه په لاره واچول شوه، کله چې ګذر څو ورځې وړاندې له صالح سره ولیدل او د صالح له لوري ګذر ته وعده ورکړل شوه چې که چېرته د جمهوریت په ملاتړ غونډه جوړه کړي، په بدل کې به يې د ګذر نږدې کسانو ته په حکومت کې غوښنه ونډه ورکړل شي.
د جمهوریت په تېرو دواړو ملاتړ غونډو کې پر دې بحث او تمرکز وشو او اجنډا هم پر همدې جوړه شوي وه چې راتلونکی نظام دې جمهوریت وي، د ترکيې په کنفرانس کې دې په اوربند توافق وشي او… ؛ خو موخه يې بله وه او هغه دا چې، اوسنی د جمهوریت په ملاتړ پورته شوی غږ- کیدای شي په نورو ولایتونو کې هم کرايي کسان یا مامورین راټول کړل شي او د جمهوریت په ملاتړ شعار ورکړي- په حقیقت کې په افغانستان کې د اشغالګرو پاتې کېدو ته لابي ده. دوی غواړي په دې توګه اشغالګرو ته داسې پيغام ورکړي چې که چېرته تاسو نه یاست او افغان خاورې له اشغال څخه لاس په سر شئ، دلته به جمهوریت له منځه ولاړ شي او تاسو باید له افغان ملت څخه د ملاتړ په موخه د جمهوریت دفاع وکړئ؛ ځکه ټول ټول ملت جمهوریت غواړي او… .
نو اوسنۍ د جمهوریت په ملاتړ جوړېدونکې غونډې د دې لپاره په لاره اچول کېږي، ترڅو د اشغال دوام ته لابي وکړي او اشغالګرو د افغان خاورې د اشغال دوام ته راوبولي. او په دې سره دوی وکولای شي خپلې ګټي خوندي او اشغالګر له افغان ملت سره په اوږده جګړه کې راښکېل کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: