غزل: شهر ناپورسان دي څوک د چا پوښتنه نه کوي

ښه ده واسطه پاور ترې لا ډېره مزه کوي
ستاسو پر نوبت به بل له تا سره لانجه کوي

ما لیدلی دلته امبولانس په رش کي بند پاته
لار که یو چا ورکړه ورنه بل استفاده کوي

مري که پاته کیږي که مشکل وي او که رنځ ورته
شهر ناپورسان دي څوک د چا پوښتنه نه کوي

ژړي ژړي ډېري دي بحده نا انصافه دي
خپله به حیران شی چې رفتار کله رخشه کوي

ته به انتظار باسې مامور صیب به چای وهي
ته که لږ ناوخته سوې نو دی درته غصه کوي

بله یې لا دا چي رشوتخور رشوت خپل حق ګڼي
نه له خدای شرمیږي او نه ویره له هغه کوي

ګرځي په بازار کي بي پردې ښځې توبه توبه
ټوله محرم ګڼي له چا څه پرده نه کوي

زه حسان ضعيف د ښار له ژوند څخه بیزاره یم
څوک که خپل ښه غواړي له ښار لیری دي دېره کوي
حسان ضعیف ۲۲حمل۱۴۰۰ ــ کابل

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button