ایفون ۱۲ د روان کال تر ټولو زیات پلورل شوی ځيرک موبایل شو

عزم (دوشنبه، ۲۲وری، ۱۴۰۰): سامسنګ د ځیرکو موبایلونو جوړولو یو تر ټولو مشهوره کمپنۍ ده او سږ کال یې هم تر بلې هرې کمپنۍ زیات موبایلونه پلورل شوي؛ خو ایا پوهېږئ چې په انفرادي توګه د یو ډول موبایل په پلورلو کې دغه شرکت تر ایپل وروسته دی؛ ځکه د یاد شرکت د ایفون لړۍ وروستی موبایل ایفون ۱۲ روان کال تر ټولو زیات پلورل شوی موبایل دی.
د برتانیوۍ ګارډین ورځپاڼې د خبر پر اساس: د ۲۰۲۱ کال په لومړۍ میاشت کې د نړۍ په لومړیو ۵ زیاتو پلورل شویو موبایلونو کې د سامسنګ شرکت کوم موبایل نشته.
د ځیرکو موبایلونو د بازار «پېر او پلور» څارونکی بنسټ (کاونټر پواینټ) ګارډین ته ویلي، چې سږ کال په جنوري میاشت کې په ۵ زیاتو پلورل شویو موبایلونو کې ۴ د ایپل شرکت دی.
دا په داسې حال کې ده چې سږ کال بیا په لومړیو ۳ میاشتو کې هم په ۱۰ زیاتو پلورل شویو موبایلونو کې ۶ یې د ایپل شرکت وو.
بل لور ته کاونټر پواینټ ویلي: د ایپل کمپنۍ ایفون ۱۲، ایفون ۱۲ پرو او ایفون ۱۲ پرومیکس سږ کال تر ټولو زیات خرڅ شوي موبایلونه دي.
بل لور ته د شیاومي شرکت ریډمي۹ او ریډمي ۹ اېس هغه دوه موبایلونه ګڼل شوي چې سږ کال په لومړیو ۳ میاشتو کې زیات پلورل شوي؛ خو مقام یې ۵ او ۶ دی.
له شیاومي شرکت وروسته د سامسنګ شرکت د ګیلکسي اې لړۍ اېس ۲۱ او اې ۳۱ موبایلونه زیات پلورل شوی.
باید وویل شي چې د ایفون لړۍ ۱۲ لړۍ ۴ موبایلونه تېر کال بازار ته د خرڅلاو له پاره وړاندې شول.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: