حیرانونکی طلاق: سړي ښځې ته له بازاره د کرونا راوړلو له امله طلاق ورکړ

عزم (دوشنبه، ۲۲وری، ۱۴۰۰): اردنۍ رسنۍ وايي، چې یاد هېواد کې یو تن خپلې ښځې ته له دې امله طلاق ورکړی چې څو ځله بازار ته د سودا اخیستلو له پاره تللې او په وینا یې: کور ته یې کرونا راوړې وه.
د اردن ۲۴ نیوز د خبر له مخې: طلال نومي تن له خپل واده ۱۵ کاله وروسته خپلې میرمنې ته طلاق ورکړی او دا په اردن هېواد کې د طلاق ورکولو تر ټولو حیرانونکی لامل ګڼل شوی دی.
د رسنیو د راپورونو له مخې: د طلال مېرمن به همېشه له خپلو سهیلو سره بازار ته تلله، د اړتیا وړ توکي یې اخیستل او له ګڼو دوکانونو یې لیدنه کوله، چې له امله یې په څو مېاشتو کې هغه ۳ ځله کرونا وبا ونیوله، چې په سبب یې طلال هغې ته طلاق ورکړ.
راپورونه د طلال له خولې لیکي: «د خپلې کورنۍ، اولادونو او مشرانو روغتیا ته د پاملرنې له امله اړ وم، چې مېرمن ته مې طلاق ورکړم، ځکه هغه په ډېره لنډ وخت کې درې ځله کرونا باندې اخته شوه او امکان یې درلود، چې زمونږ ژوند په ژور خطر کې ولویږي.
د طلال په وینا، چې: کله به هم طلاق کړې مېرمن و نه بښي؛ ځکه هغې د بې پروايي له امله د دوی له ژوند سره لوبې کولې.
تر اوسه طلاق شوې مېرمنې په دې اړه څه نه دي ویلي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: