خدایه توفیق د ژړا را چې درته وژاړمه/خدرخېل

 

خدایه توفیق د ژړا را چې درته وژاړمه
چې لاس کړم پورته په دعا، چې درته وژاړمه

خوند راکوي ربه چې ښۀ ډېر ملامته شمه
په دې خاطر کوم ګناه چې درته وژاړمه

لکه دنیا او مافیها لکه جنت خاونده
لکه هر څۀ چې شي زما چې درته وژاړمه

څښتنه سترګې مې لمدې ساته د ډار په اوښکو
کېدای شي تۀ به شې رضا چې درته وژاړمه

زړۀ مې تور شوی، زړۀ مې سخت دی لکه توره تیږه
زړۀ مې لږ نرم کړه الله چې درته وژاړمه

په “خدرخېل” د خوشالیو احسانونه وکړه
تۀ راته راوله خندا چې درته وژاړمه
ـــــــــــــــــــــــــــــ
#جانان_خدرخېل

۱۴۰۰/۱/۲۳
کور، د روژې مبارکه شپه

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: