طنز: هغه څه چې خوړلو سره یې روژه نه ماتیږي

د علي ګړ مشهور شاعر شمیم بستوي د رمضان (روژې) په میاشت کې له بازاره بېرته را روان و او په لاس کې یې توره کڅوړه وه، چې کوم شی پکې ایښی و.
په لاره کې له کوم اشنا کس سره مخ شو؛ نو هغه ترې وپوښتل: مولانا! څه شی دې روان کړي دي؟
هغه ځواب ورکړ: داسې شی چې په خوړلو سره یې روژه نه ماتیږي.
مخاطب په طنزیه لهجې ور بېا کړه: ملایان کله د داسې شیانو په اړه عام خلک خبروي؛ د یادو شیانو علم له ځان سره ساتي؛ خو خیر ته یې لږ مونږ ته هم ووایه چې په کڅوړه کې داسې کوم شی دی چې په خوړلو سره یې روژه نه ماتیږي.
شمیم بستوي، چې کڅوړه ورته پرانیستله؛ نو په هغه کې د ښځو پیزار (څپلۍ، سنډلې) وې.
ژباړه: سمسور

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: