ایپل کمپنۍ به ستمبر کې د ایفون لړۍ نوی موبایل بازار ته وړاندې کړي

عزم (چهارشنبه، ۲۵وری، ۱۴۰۰): د ځیرکو موبایلونو جوړولو ستر شرکت «ایپل» غواړي چې د ایفون لړۍ راتلونکی موبایل په ستمبر میاشت کې بازار ته وړاندې کړي.
که څه هم تر اوسه د یاد شرکت مسؤلینو د دغه خبر رسمي تائید نه دی کړی؛ خو وړاندې هم د ایفون لړۍ وروستي ۴ موبایلونه په ستمبر میاشت کې بازار ته وړاندې کېدل چې د کرونا له امله دوه میاشتې وځنډېدل.
د خپرو شویو راپورونو له مخې: ایپل به راتلونکي ایفون موبایل ته د ایفون ۱۳ نوم ورکړي او د ایفون ۱۲ په څېر به یې ۴ ماډلونه بازار ته وړاندې شي.
ایفون ۱۳ مني، ایفون ۱۳، ایفون ۱۳ پرو او ایفون ۱۳ پرومیکس به د یاد شرکت راتلونکي ۴ موبایلونه وي، چې په لوړه بیه به بازارونو کې خرڅلاو ته وړاندې کیږي.
باید وویل شي چې ایفون ۱۲ د روان ۲۰۲۱ کال په زیاتو پلورل شویو موبایلونو کې شمارل کیږي، چې تقریباً د نړۍ په هر هېواد کې یې زرګونه او سلګونه اخیستونکي لرل.
بل لور ته د ایپل شرکت په حواله ویل شوي، چې تر اوسه د ایفون ۱۳ ماډل او ډیزاین نه دی جوړ شوی او لا هم له نورو موبایلونو سره د نوي موبایل په بدلونونو کار روان دی.
رسنیو ادعا کړې چې د ایفون ۱۳ په دواړو پرو ماډلونو کې به ایل ټي پي او «LTPO» ډیسپلې موجودې وي، چې سایزونه به یې «۵.۴، ۶.۱ او ۶.۷» وي.
د دې ترڅنګ به ایپل کمپنۍ د لومړي ځل له پاره موبایل ته ۱۲۰ هرتزه ریفرېش ریټ هم ور اضافه کړي.
په ورته وخت کې دا اوازه هم خپره شوې چې ښايي ايپل شرکت هم د سامسنګ په څير د ایفون لړۍ راتلونکي موبایل ته د ایفون ۱۳ پر ځای د ایفون ۲۰۲۱ نوم ورکړي.
باید وویل شي چې د ایفون ۱۳ ماډلونو بیې به د ایفون ۱۲ په اندازه او یا له دې هم کمې وي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button