خوشبخته تائیواني یو کال وړاندې په جهیل کې لوېدلی موبایل بېرته روغ ومونده

عزم (چهارشنبه، ۲۵وری، ۱۴۰۰): دا چې په تائیوان کې د تېرې نیمې پېړۍ تر ټولو سخته وچکالي راغلې او لوی لوی جهیلونه او د اوبو حوضونه یې وچ کړي دي، یو خوشبخته ښاري ځوان ته یې ګټه رسېدلې ده.
که یو څوک ووايي، چې موبایل مې ورک و او یو کال وروسته مې په کوم غره، یا دښته کې روغ او جوړ ومونده؛ نو ښايي ویې منو؛ خو په دې به مو باور رانشي، چې تائیوان کې یو تن خپل ورک شوی موبایل له وچ شوي جهیله بېرته روغ رمټ را ویستی دی.
د اسوشېټېډ انګلیسي ورځپاڼې د راپور له مخې: «چن» نومي کس ته وروسته له هغې خپله ورکه په لاس ورغله کله چې په یاد هېواد کې د وچکالۍ له امله ډېر جهیلونه وچ شول.
راپور د چن له خولې زیاتوي، چې وایي: «کال وړاندې مې په یو جهیل کې د شخصي کښتۍ سفر درلود چې ایفون موبایل په جهیل کې را نه وغورځېده؛ خو دا چې اوس د وچکالۍ له امله جهیل وچ شوی و، یو کارمند د پروژې د کار پر مهال زما موبایل موندلی و او کله یې چې پرانیستی و؛ نو زما د کور نمبر ته یې زنګ رار وواهه او خبر یې راکړ، چې جهیل کې مو ستاسو موبایل موندلی دی».
چن همداراز ویلي: کله مې چې د موبایل د بېا موندلو خبر واورېده؛ یقین مې نه کېده؛ مګر هلته نور هم حیران شوم، چې موبایل مې د واټر پروف کورنګ (له اوبو د خوندیتوب پوخ) له امله کار کاوه او جوړ و.
باید وویل شي چې دا پېښه په خپل نوعیت کې د تائیوان هېواد د تاریخ یوه حېرانونکې پېښه بلل شوې ده.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button