مور ته

هغه ښکلې توده غېږه
هغه ښکلې خوږه غېږه
خدایه څه شوه
هغه څه شوه
چې زخمي زړه ته درمل وه
چېرته لاړه
لا خو زه په تمه تمه
د راتلو څارمه لاره
هغه څه شوه چې مدام به
زموږ کلی
ښکارېده ورباندې ښکلی
هغه یوه لپه دعا وه
هغه نیکي وه
هغه تل پېروز پېرزو وه
هغه تل خوښي خوښي وه
هغه ډېره مهربانه
چې تېارې وې پرې روښانه
چې ډېوه وه چې مشعل وه
تل زخمي زړه ته درمل وه
هغه ډېره وه فقیره
خو په مېندو کې وه میره
خدایه څه شوه
چېرته لاړه بېا را نغله پر دې لاره
په رښتېا چې هغه مور وه
تل زما د زړه ټکور وه
….
غلام محمد ــ ۱۳۶۴ کابل

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button