هند: له قرآنکریم څخه د ۲۶آیاتونو د لرې کولو غوښتونکی جریمه شوی

  عزم، پنج شنبه، ۲۶وری۱۴۰۰): هندۍ رسنۍ خبر ورکوي چې د “وسیم رضوي” په نامه هغه هندو کس د سترې محکمې لخوا جریمه شوی، چې له قرآنکریم څخه یې د ۲۶آیاتونو د لرې کیدو غوښتنه یې کړې وه.
دغه کس چې د نریندرامودي د ګوند افراطي ملاتړی او د اتراپردیش آیالت د شیعه وقف ډلې پخوانی مشر پاتې شوی، په خپل غوښتنلیک کې یې ویلي چې دغه ۲۶آیاتونه د جهاد په تړاو راغلي، چې ښایي هند کې افراطیت زیات او یووالی یې وګواښي.

د نوموړي دې غوښتنلیک ته د سترې محکمې درې قاضيانو په دې اړه ناسته کړې او په خپله پرېکړه کې یې ویلي چې دا غوښتنه معقوله نه ده او نوموړی یې ۵۰هندۍ کلدارې هم جریمه کړی دی.

وسیم رضوي، د بابري جومات پر ځاى د هندوانو عبادتځي جوړولو ملاتړ هم کړی و او په دې اړه يې په ٢٠١٩ کال کې د (رام جنم بهومي) په نوم يو فلم په خپل مصارفو لیکلی او جوړ کړى وو.

نوموړي څه موده وړاندې د اتراپردېش له اعلى وزير او د هند لومړي وزير نريندر مودي نه په يو خط کې غوښي وه، چې په هند کې دې ديني مدرسې بندې کړاى شي؛ ځکه چې په وینا یې ډېری داسې جوماتونه اوس هم شته چې د مندرونو پر ځاى جوړ شوي، نو بايد چې هغه ړنګ او پر ځاى يې بېرته مندرونه جوړ شي.

که څه هم د نوموړي ټول غوښتنلیکونه د اعتراضاتو د را پاریدو لامل ګرځیدلي، خو د قرآن کریم په تړاو وروستۍ غوښتنې له امله یې د مسلمانانو سربیره، شيعه ګان او د هغه د خپلې کورنۍ خلکو يې هم مخالفت وکړ او هغه یې یو عقدوي ناروغ بللی دی.

د یادونې وړ ده چې د هند د لومړي وزیر “نریندرا مودي” په مشري واکمن ګوند د هندوانو له تر ټولو متعصبو ډلو څخه ترکیب شوی، چې واک ته له رسیدو وروسته یې د مسلمانانو پرضد افراطي کړنې زیاتې کړې، د غوا پرمتیازو د دفاترو مینځل معمول ګرځیدلی او د بابري جومات د نړیدو ترڅنګ له مسلمانانو د تابعیت اخیستو پریکړې یې هم کړې دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button