سلطان نورالدین محمد زنګي

نورالدین محمد زنګي(رحمه الله) د دمشق او مصر سلطان او د اسلام د دین یو عظیم مجاهد وه، چې په صلیبي جګړو کې یې کفارو او د هغو تالي څټو ته د سر په کاسه کې اوبه ورکړې، ده په دمشق کې یو خوب وليده، چې نبي (ع) ورته دوه کسانو خواته اشاره کوي، چې دا دوه سپي مې زوروي، د هغو خلکو څېرې په ظاهري ډول د ښو مسلمانانو وي، خو نور په کې نه وي.
کله چې سلطان له خوبه پاڅېده نو ډېر نارامه وه، خپل وزیر مولانا جملال الدین موصلي یې راوغوښت او ورته یې وویل، چې هر څنګه کېږي، د خوب تعبیر پیدا کړه، مولانا په ټول ښار کې اعلان وکړ خو هېچا هم درست تعبیر ونشو کړای، په دوهمه شپه سلطان بیا کټ مټ هماغسې خوب ولیده، سلطان نورالدین زنګي په دې ورځ نور هم نارامه شو، او امر یې وکړ چې ټولو خلکو ته صدقې او خیراتونه ورکړي، او له علماوو او د مدرسو له طالبانو یې د قران کریم د ختمونو غوښتنه وکړه، چې که الله ج ورته د ددې دوه کسانو د پیدا کولو کومه لار پیدا کړي، او یا ورته په خوب کې څه نښه وښودل شي، په درېيمه شپه یې بیا هماغه خوب وليد، چې رسول الله مبارک ورته وایي، نورالدینه ته خوبونه کوي، او ما دغه دوه سپي زوروي، کله چې له خوبه پاڅېده نو نور هم نارامه شو چې زه به دا دوه کسه څنګه پیدا کوم، څه سوچ یې وکړ، او په هماغه نیمه شپه کې یې په وزیر مولانا جملال الدین موصلي پسې احوال ولېږه، هغه چې کله راغی نو سلطان ورته وویل چې شل تنه تکړه سپاهیان او اعلی اسونه همدا اوس تیار کړه او د سهار له لمانځه نه وروسته، مدینې ته ځو، کله چې یې سهار لمونځ وکړ، د شل تنه سپرو سره له دمشق نه روان شو، او په دومره تېز سرعت سره یې مزل کاوه چې هېڅ دمه یې نه کوله، په هر پړاو (پوسته) کې به یې اسونه بدلول، بلاخره په ۱۶ ورځو کې ورسېده، په داسې حال کې چې ترټولو تېز تلونکی قاصد به له دمشق نه مدیني ته په ۲۴ ورځو کې ځان رساوه؛ کله چې مدیني ته ننوت نو د سلطان او شل تنه سپرو وجودونه په خاورو ککړ او وېښتان له خاورو ډک ول، ټول خلک حېران ول چې دا څوک دي، د مدینې د ښار حاکم ته خبر ورکړل شو چې سل تنه خړ پړ او ببرسري خلک د یو مشر سره د رسول الله(ص) زیارت ته داخل شوي، هغه سمدستي راغی، کله چې ورته معلومه شوه چې دا خو د وخت تر ټولو ستر سلطان دی نو حیران شو، خو سلطان د ښار حاکم او شیخ الحرم یو ګوښه ځای ته کړل، او د خپل خوب کیسه یې ورته وکړه، د ښار حاکم وویل، چې فکر نه کوم دا د دوه کسان دې په مدینه کې وي، دا به بل کو چېرته وي خو سلطان وویل، زه به خپله لومړۍ هڅه له همدې مدینې نه کوم، خو د مدینې ټول خلک به څنګه وګورم ، د ښار حاکم څه فکر وکړ بیا یې وویل چې داسې به وکو، چې د ښار د هرې برخې د خلکو نومونه به ولیکو او اعلان به کړو چې ټول خلک دې د شام د سلطان لیدلو ته راشی او هېڅوک باید پاتې نشي، همداسې وشول، د ښار د هرې برخې خلک د سلطان له مخې نه په ترتیب سره تېر شول، او د هر چا له نوم سره به نښه کېدله خو هغه دوه کسان پیدا نشول، سلطان نور هم خفه شو، حاکم ته یې وویل ته لستونه وګوره چې د چا نوم سره خو نښه نه وي پاتې کله یې چې لستونه کتل په یوه لست کې دوه کسان نه وه راغلي، سلطان پوښته وکړه دا څوک دي، حاکم وویل چې دا ډېر معزز او تقوادار سپین ږیري دي، ډېرې زیاتې صدقې کوي، سلطان امر وکړ دا خلک راولئ، کله چې حاکم د هغو کسانو کور ته ورغی نو هغوی ډېر خوشحاله شول، خو کله چې حاکم ورته د سلطان د ور غوښتلو وویل نو ډېر وارخطا شول او ویې ویل چې موږ تقوادار خلک یو د پاچاهانو سره نه ګورو، خو حاکم هغوی راوستل کله چې سلطان دا خلک ولیدل نو ډېر خوشحاله شو حاکم ته یې وویل، چې خلک همدا دي دوی یو ځای وساته او ما ددوی کورته بوځه، کله چې سلطان ددې کسانو کور وکوت نو هلته یې یو سورنګ(تونل) پیدا کړ چې تازه کنل شوی وه.
بېرته هغه دوه کسانو ته راغی، پوښتنه یې وکړه، چې تاسو څوک یئ او تونل مو د څه لپاره کنلو، کله چې هغه دوه کسان پوه شول چې نور یې کار رسوا شوی، نو اقرار یې وکړ چې موږ له اروپا نه راغلي یو، خپلو پاچانو راولېږلو چې د مسلمانانو د پیغمبر لاش(جسد) راباسو او له ځان سره یې روم ته ویسو، په دې ډول به له مرګ نه وروسته ژوند باندې د مسلمانانو عقیده خرابه شي، او بیا به د اخرت او شهادت په جذبه جګړه ونشي کړای نو موږ به ورباندې غالب شو، خو موږ رسوا شو، سلطان امر وکړ د ښار ټول خلک یې راجمع او د هغوی په مخ کې یې د هغو دوه کسانو سرونه غوڅ کړل، وروسته سلطان لاړ مسجد نبوي ته، هلته یې د شکرانې لمونځ وکړ، بیا یې عمره وکړه ددې لپاره چې بیا داسې کار تکرار نشي درسول الله د مزار چار اطراف یې ډېر ژوره کنده وکنله او هغه یې له سربو نه ډک کړه چې هغه د سربو دېوال اوس هم شته، او د وخت تر ټولو لوی سلطان نورالدین محمود زنګي بېرته دمشق ته لاړ.
دا واقعه بلکل حقیقي او د خپل وخت ډېره مشهوره واقعه ده، چې تقریباً د تاریخ ټولو کتابونو را اخیستې.

انجنیر صفت الله فضلی

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button