بیا کډې بارېږي…

خط اول
ټاکل شوې وه«د اپرېل په ۱۶ مه د وري ۲۷مه جمعې ورځ» په ترکیه کې د افغان سولې اړوند ناسته ترسره شي. دې ناستې ته یوازې درې ورځې پاتې وې، چې طالبانو په دغه ناسته کې له ګډون انکار وکړ. د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم په خپل ټوېټر ولیکل، چې طالبان به تر هغه وخته په هېڅ غونډه کې ګډون ونه کړي، چې له افغانستانه بهرني عسکر وتلي نه وي. «تر هغو چې ټول بهرني ځواکونه زموږ له هېواد څخه نه وي وتلي، دا.ا.امارت په هېڅ هغه کنفرانس کې ګډون نه کوي چې د افغانستان په اړه پريکړه په کې کېږي. اسلامي امارت د اسلام د مقدس دين له مخې خپل کارونه په مشورو سره‌ کوي، د مشورو په نتيجه کې چې کومه پريکړه وشي د هغې له مخې تصميم نيسي.»
د طالبانو له دغه اعلان وروسته سملاسي د ترکیې د ناستې نېټه هم د اپرېل ۲۴مې ته وځنډېده. د افغانستان د سولې بهیر په اړه د استانبول غونډې د ترسره کوونکو لخوا ګډه اعلامیه هم خپره شوه. «د ترکیې، د قطر دولت او ملګري ملتونه په ګډه د ۲۰۲۱ کال د اپرېل میاشتې له ۲۴ څخه د مې تر ۴ پورې د افغانستان حکومت او طالبانو د استازو ترمنځ د لوړې کچې یو جامع کنفرانس ترسره کوي. ترکیه په استانبول کې د دغه کنفرانس کوربه‌توب کوي. د کنفرانس تر سره کوونکي د یوه خپلواک، آزاد او یو موټي افغانستان ملاتړ ته ژمن دي.»
په ګډه اعلامیه کې ویل شوي وو، چې د دې غونډې موخه دا ده چې په دوحه کې د افغانستان روانې خبرې اترې ګړندۍ او بشپړې شي، چې یو عادلانه او دوام لرونکی سیاسي جوړجاړی ترسره شي. «دغه کنفرانس به د خبرو اترو ښکېلو اړخونو سره په مرسته تمرکز کوي تر څو د ګډو او بنیادي اصولو یوې ټولګې ته ورسیږي چې د افغانستان د راتلونکې رهبرۍ لپاره به یو ګډ لیدلوری، راتلونکی سیاسي جوړښت او د شخړې پای منعکس کوي. زموږ تمه دا ده چې دغه کنفرانس به د ټولو همکارانو لپاره یو مهم فرصت برابر کړي چې سولې، ثبات او هوساینې ته د رسېدو په لار کې د افغانستان له خلکو سره پر خپل ملاتړ ټینګار وکړي.»
د امریکا ولسمشر څو ورځې وړاندې وویل، چې د امریکا تر ټولو اوږدې جګړې د ختمولو وخت را رسېدلی دی. بایډن په سپینه ماڼۍ کې وویل: له افغانستان سره مرستو ته دوام ورکوو، خو په پوځي توګه نه. «له خپلو متحدینو، ملګرو، پوځي او استخباراتي مشرتابه، مسلکي کسانو، دیپلوماتانو، کانګرېس او مرستیال ولسمشر سره له سلا مشورو وروسته زه دې پایلې ته ورسېدم چې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه باید پای ته ورسېږي، اوس وخت راغلی چې امریکايي پوځیان خپلو کورنو ته ستانه شي.»
بایډن په ښکاره وویل، چې د افغان سولې له روان بهیر ملاتړ کوي، خو نور داسې کوم دلیل نه‌شته چې امریکايي عسکر دې په افغانستان کې پاتې شي. «موږ د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې هغو خبرو ملاتړ کوو چې ملګري ملتونه یې اسانتیا برابروي. موږ افغانستان ته د یوه وحشتناک برید له کبله تللي وو، چې ۲۰ کاله مخکې رامنځته شو، خو دا داسې دلیل نه دی، چې موږ ۲۰۲۱ کې هم هلته پاتې شو. له طالبانو سره جګړې ته د ستنېدو پر ځای به زموږ تمرکز پر هغو ننګونو وي چې زموږ دریځ به تعینوي، نن ته او راتلونکو کلونو ته پام وکړو . موږ نشو کولی نور په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شتون ته دوام ورکړو او په دې تمه واوسو چې د ایستلو لپاره به یې مناست شرایط برابر شي. موږ به افغانستان کې په پوځي توګه ښکېل نه یو، خو دیپلوماتیک او بشر دوستانه کار به مو دوام ولري. موږ به د افغانستان د حکومت ملاتړ ته دوام ورکوو .»
د بایډن له خبرو وروسته په بروکسل کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن هم وویل، چې له ناټو سره یو ځای افغانستان ته راغلي وو او له ناټو سره یو ځای به افغانستان پرېږدي.«امریکا شل کاله وړاندې له ناټو سره یو ځای افغانستان ته پوځیان استولي وو او له ناټو سره یو ځای افغانستان پرېږدي.»
د ناټو سازمان د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې ناټو د مې له لومړۍ نېټې له افغانستانه د عسکرو ایستل پیلوي. د ناټو سازمان د دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو له ګډې اعلامیې وروسته وویل: افغانستان ته ورپېښې ستونزې پوځي حل نه لري. د امریکايي او ناټو مشرانو له افغانستانه د خپلو عسکرو د ایستلو د نېټې له اعلان وروسته اشرف غني وویل، چې د امریکا او ناټو د اوسنۍ پرېکړې ملاتړ کوي. «له ولسمشر بایډن سره تر سپتمبره پورې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو ایستلو پر پرېکړې وغږېدم. د افغانستان حکومت د امریکا پرېکړې درناوی کوي او موږ به له خپلو امریکايي ملګرو سره د (پوځیانو) بې ستونزې وتلو لپاره په شریکه کار وکړو.»
طالبانو هم نن د جوبایډن د وروستي اعلان وروسته په خپره کړې اعلامیه کې ویلي دي، چې د بایډن اعلان د دوحې هوکړې څخه سرغړونه ده. «دا فیصله يې د دوحي له توافقنامی څخه ښکاره سر غړونه او په خپل کړي عهد عمل نه کول دي. یاده توافقنامه چې د ملګرو ملتونو او ګڼو هیوادونو اوسازمانونود استازو په حضور کې لاسلیک شوه او اوس امریکایې لوری سرغړونه ترې کوي، نو هغو ټولو هیوادونو او سازمانونوته چي د توافقنامې د لاسلیک شاهدان وو په کار ده چې په امریکا فشار راوړي چې په توافقنامه کې په کړیو ژمنو عمل وکړي او په ټاکلي نیټه خپل ټول ځواکونه له افغانستان څخه وباسي. د شوې توافقنامې او ژمنو سره سره، په لومړي سرکې د شپږ زره بندیانو د خلاصون لس ورځنی بهیر شپږو میاشتو ته غزول، بیا د بین الافغاني مذاکراتو له شروع کیدو سره په دریو میاشتو کې د باقي بندیانو نه خلاصون، د تور لیست نه ختمول، له دولسو سوو څخه زیاتې تخطیانې کول او بالآخره اوس د ځواکونو د ایستلو په نيټه کې څو میاشتې ځنډ اعلانول، به ټولي نړۍ ته ښکاره کړي چې په امریکايي جهت باور نشي کیدای او هغوی خپلو وعدو او تعهداتو ته ژمن نه دي.»
طالبانو ویلي وو، چې دوی تر اوسه دغه هوکړه پوره رعایت کړې او له امریکا هم غواي چې دغه هوکړه عملي کړي. «اسلامي امارت له امریکايي جهت او ټولو اشغالګرو هیوادونو څخه غواړي چې نور د جګړې او اشغال د اوږدیدو لپاره بهانې ونه لټوي او هر څه ژر خپل ټول ځواکونه له افغانستان څخه وباسي. اسلامي امارت په هيڅ صورت هم، د بشپړې خپلواکۍ له داعې او د سوچه اسلامي نظام له اقامې څخه نه تیريږي او د اشغال د بشپړې او یقیني خاتمی څخه وروسته د افغانستان د معضلې د سولییز حل رامينځته کیدو ته ژمن دی.»

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: